د اروپایي ټولنې کمېشنره وایي د کډوالو په شا تمبول غیرقانوني دي
د اروپایي ټولنې کمېشنرې یلوا جوهانسون د تېرې جمعې په ورځ د لیتوانیا پلازمېنه ویلنیوس کې د کډوالۍ په هکله یوې غونډې ته وویل چې د کډوالو په شا تمبول غیرقانوني دي. نوموړې دا هم وویل چې اروپایي کمېسیون پر پولو د خنډونو جوړول نه تمویلوي.