اوشين وايکينګ ژغورونکي کښتۍ ۱۳۳ نور مهاجر وژغورل
د اس او اس مديترانې په نوم مرستندويه سازمان ژغورونکی کښتۍ ۱۳۱ نورو مهاجرو ته ځای ورکړی دی. په ژغورل سوو کي کمسن مهاجر هم شامل دي.
د اس او اس مديترانې په نوم مرستندويه سازمان ژغورونکی کښتۍ ۱۳۱ نورو مهاجرو ته ځای ورکړی دی. په ژغورل سوو کي کمسن مهاجر هم شامل دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ( IOM) د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې یوه وړه کښتۍ چې ۳۵ کډوال په کې سپاره ول د لیبیا په سواحلو کې ډوبه شوې.
د مديترانه په سمندر کي ۱۱۰ مهاجر له ډوبېدو ژغورل سوي دي. د دغو ژغورنو په تړاو معلومات د بې پولو ډاکټرانو سازمان ورکړی دی.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شنبې په ورځ وویل تېره چهارشنبه د لیبیا په ساحلي اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۷۵ کسان وژلي دي. له دې سره د روان کال له پیل څخه تر دې دمه مرکزي مدیترانه کې د مړو شمېر ۱۳۰۰ تنو ته رسېږي.
د بيلو سمندري ژرغورونکو کښتيو له خوا په مديترانه کي ۴۶۰ مهاجر له ډوبېدو ژغورل سوي دي. په ژغورل سوو کي ماشومان او ښځي او شامل دي.
د ملګرو ملتونو سازمان په ليبيا کي د مهاجرو په وړاندي «بېروونکی» تاوتريخوالی غندی دی. دا د هغه وروسته چي امنيتي کسانو شپږ مهاجر په ډزو ووژل.
د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې د سمندر څپو د ليبيا ساحل ته د ۱۷ انسانانو مړي راوړي دي. اټکل کيږي چي دا به د هغو مهاجرو مړي وي چې د مدیترانې له لارې اروپاته د تلو هڅه درلوده.
يو شمير ملکي مرستندويه کښتيو د څو وخت جبري توقف وروسته اوس په مديترانه کي د ژغورنې خپل ماموريتونه بېرته پېل کړي دي.
د ملګرو ملتونو چارواکي ويلي چي د ليبيا پوله ساتو ځواکونو د مهاجرو څلور کښتۍ په مديترانه کي ودرولې. اټکل کيږي چي له يوې کښتۍ څخه ۲۰ سپرلي تر مخه لا کښته سوي ول.
د بخښنې نړيوال سازمان(امنسټي) د پنجشنې په ورځ د جولای په ۱۵ مه، پر ليبيا د مهاجرو سره د ناوړه چلند تورونه لګولي او «د جنسي تاوتريخوالي په شمول په نارينه، مېرمنو او ماشومانو باندي له وحشتناکو تيريو » څخه يې خبره کړې ده.
د مالتا هيواد د چهار شنبې په ورځ ۸۶ هغه مهاجر د هيواد دننه پرېښودل چي په مديترانه کي د آلماني مرستندويه کښتۍ له خوا ژغورل سوي ول.
د یوتوپیا یوې محکمې د کیدان زاکاریاس او توېلد ګویتوم په نامه دوه اریتریایان د زرګونو مهاجرو د شکنجه کولو او وږي ساتلو په تور محکوم کړي دي. د محکمې د فیصلې له مخې کیدان زاکاریاس په عمري بند محکوم شوی. محکمې دغه راز توېلد ګویتوم یا ولید په ۱۸ کلونو بند محکوم کړی دی.