په مديترانه کي تر ۱۱۰ څخه زيات کسان له ډوبېدو ژغورل سوي دي
د مديترانه په سمندر کي ۱۱۰ مهاجر له ډوبېدو ژغورل سوي دي. د دغو ژغورنو په تړاو معلومات د بې پولو ډاکټرانو سازمان ورکړی دی.
د مديترانه په سمندر کي ۱۱۰ مهاجر له ډوبېدو ژغورل سوي دي. د دغو ژغورنو په تړاو معلومات د بې پولو ډاکټرانو سازمان ورکړی دی.
د بشري حقونو له پاره د اروپايي اتحاديې کميساري، دنيا مياتوويچ پر مالتا ږغ کړی دی چي و ليبيا ته د مهاجرو د لېږد پر موضوع دي له سره غور وکړي.
د آلمان سره تړاو لرونکي د نادر په نوم مرستندويه کښتۍ په مديترانه سمندر کي ۳۴ مهاجر له اوبو څخه ژغورلي دي. يادې کښتۍ په لامپېدوسا کي لنګر اچولی دی.
د مالتا هيواد د چهار شنبې په ورځ ۸۶ هغه مهاجر د هيواد دننه پرېښودل چي په مديترانه کي د آلماني مرستندويه کښتۍ له خوا ژغورل سوي ول.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان پرون پنجشنبه وویل چې د مهاجرو د ژغورلو لپاره مرکزي مدیترانه کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي. دغه سازمان زیاته کړې چې ژغورونکې کښتۍ یې جیو بارنټز نومېږي.
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین پرون چهارشنبه په یوه لیکنه کې وویل چې تېر کال لږترلږه ۴۰۰۰۰ مهاجر د اروپایي ټولنې په پوله کې شړل شوي دي. په وینا یې د مهاجرو د بېرته شړلو له امله تر ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
د «الارم فون» په نوم مرستندویه سازمان وايي چې د شنبې په ورځ په دوو کښتیو کې سپاره ۱۶۰ کډوال د مدیترانې له اوبو څخه ژغورل شوي دي. یاد سازمان وايي چې دریمه کښتۍ چې ۱۱۰ کسان په کې سپاره و، لادرکه ده.
د اروپايي غړو هیوادونو ترمنځ د کډوالو ویش له هوکړې سره سم، یوه ډله کډوال د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۸ مه له مالتا څخه فرانسې ته استول شوي. دوې کولای شي په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي.
استرال د اوپن ارمز سازمان د نظارت او څېړنې کښتۍ ده. دغه کوچنۍ کښتۍ مهاجر نه شي انتقالوی، خو سمندر کې د مهاجرو د شتون په اړه چارواکو ته خبر ورکوي. همدارنګه د استرال کارکوونکي د ژغورونکو تر رسېدو پورې مهاجرو ته لومړنې مرستې برابروي.
د يو راپور له مخي آلمان د څو پر له پسې کلونو راهیسې له خپلې ژمنې خلاف هغه مهاجر کم منلي چې د کښتیو له لارې يي ځانونه رسولي.
يو شمير د مهاجرو په مشترکه توګه د مالتا د حکومت پر ضد حقوقي دعوی کړې ده ځکه چي د پناه غوښتنې پرته دغه مهاجر لیبيا ته لېږدول سوي ول.
اوپن ارمز بشردوستانه کښتۍ تېره اونۍ د درېو عملیاتو په پایله کې د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۲۷۸ مهاجر ژغورلي دي. دمګړۍ دا کښتۍ د مالتا او ایټالیا د ساحلي اوبو کې د یو امن بندر په لټه کې ده.