د یونان له ساموس ټاپو څخه رپوټ: «دوی موږ ته کمپلونه راکړل او ویې ویل چې باید د خپل ځان چاره وکړو» (۳/۴)
۳۱ کلن ګامبیایی کډوال سیدی بادي د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د یونان ساموس ټاپو ته رسېدلی دی. نوموړی وایي چې له سنېګاله تر لیبیا او له مصره تر قزاقستان پورې یې ۵ کلونه په لاره کې تېر کړي دي. هغه هیله لري چې ناروې ته ولاړ شي چېرې چې د نوموړي د تره زوی اوسېږي.