په مراکش کې څلور تنه مهاجر د فاضلاب کانال کې مړه شوي
څلورو تنو مراکشیانو د هسپانیې د اکسکلاوه مېليلا د فاضلابو کانال له لارې هسپانیې ته د ځان رسولو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
څلورو تنو مراکشیانو د هسپانیې د اکسکلاوه مېليلا د فاضلابو کانال له لارې هسپانیې ته د ځان رسولو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
۴۳ کلن مراکشی مهاجر منیر یو له هغو کسانو دی چې وایي د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته یې ځان د ترکیې او یونان ګډې پولې ته ورساوه، خو پوله تړلې وه.
د لومړي ځل لپاره یوتن افغان کډوال چې د رومانیا پلازمینې بخارست د کډوالو په یو کمپ کې میشت دی کډوال نیوز ته خپله کیسه کوي. نوموړي چې د افغانستان په ختیځ کې له امریکايي ځواکونو سره دنده ترسره کوله د امنیتي ستونزو له امله هیواد پريښودو ته اړشوی.
یونان کې د ۱۲«امنو هیوادونو» د لېست تر جوړېدو وروسته د بشري حقونو مدافع بنسټونه دغه هیواد کې د د پناه غوښتنې پروسې د سختېدو په اړه اندېښنې ښيي. د دغو بنسټونو په حواله د یونان نوی لېست د ځینو مهاجرو او په ځانګړې توګه د همجنس پالو ژوند له ګواښ سره مخوي. مرکه.
د شمالي مقدونیا چارواکي وایي چې د جمعې په ورځ یې له یونان سره ګډې پولې ته نږدې له مال وړونکو اورګاډو څخه ۶۲ کډوال موندلي دي.
اسپانیا ساحل ساتونکو د کرسمس په ورځ شاوخوا ۲۰۰ کډوال وژغورل. همدا راز د پنجشنبې په ورځ ۱۰۰ نورو کډوال په بیلا بیلو عملیاتو کې ژغورلي دي.
د روان کال له جولای میاشتې راهیسې ایټالیا ته د تلونکو کډوالو د نیولو له پاره سلوانیایي سرتېرې له ایټالوي عسکرو سره ګډه ګزمه کوي. کډوال نیوز د سلوانیا په کوپر ښار کې له سرتېرو سره لیدلي دي.
ایټالیا وایي چې د ۱۳ هیوادونو د اتباعو د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې موده به له ۲ کالو څخه ۴ میاشتو ته راټیټه شي. مراکش، الجزایر، تونس، ګانا او سنېګال د دغو «امنو» هیوادونو په ډله کې دي. په همدې حال کې سازمانونه وایي چې دغه فرمان به پر همجنس بازو کډوالو منفي اغېز ولري.
د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۹مه)۸۰ کډوال په دری بیلا بیلو ډلو کي د ایتالیا لامپدوسا ټاپو ته ورسیدل.یاد کډوال د ثبت کولو لپاره مرکزونو ته یوړل شول.
د یکشنبې په شپه (د سپټمبر ۱مه) د کورسیکا لینا کمپنۍ یوه مسافر وړونکې بېړۍ له مدیترانې څخه ۱۸ کډوال وژغورل. دا لومړی ځل دی چې دغه فرانسوۍ کښتۍ مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیات ترسره کوي.
د تونس ملي ګارد د سه شنبې په ورځ وویل د دې هیواد په ساحلي اوبو کې یې د دوشنبې په شپه ۷۱ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. یاد کسان غوښتل چې له لیبیا څخه ایټالیا ته ولاړ شي.
د یوې اسپانیایۍ ډلې په حواله تېر کال تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال په مدیترانه کې مړه شوي، خو چارواکو تر اوسه پورې یوازې د ۲۰۴ کسانو جسدونه موندلي دي.