یونان او مصر د کډوالو د ژغورنې پر ګډو عملیاتو هوکړه کړې
مصر او یونان دوه داسې ټړونونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې د مدیترانې په بحر کې د مهاجرینو د ژغورني او له قاهرې څخه اتن ته د موسمي کارګرانو د راوستلو همکارۍ رامنځته شې.
مصر او یونان دوه داسې ټړونونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې د مدیترانې په بحر کې د مهاجرینو د ژغورني او له قاهرې څخه اتن ته د موسمي کارګرانو د راوستلو همکارۍ رامنځته شې.
د فرانسې پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد په مېر (لوار اې شېر) سیمه کې د انسانانو د پلورلو او استثمارولو یوه ډله یې له منځه وړې کوم چې له کاره لوېدلو موټرونو په یوه اډه کې یې کډوال په کار ګومارل.
۳۱ کلن ګامبیایی کډوال سیدی بادي د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د یونان ساموس ټاپو ته رسېدلی دی. نوموړی وایي چې له سنېګاله تر لیبیا او له مصره تر قزاقستان پورې یې ۵ کلونه په لاره کې تېر کړي دي. هغه هیله لري چې ناروې ته ولاړ شي چېرې چې د نوموړي د تره زوی اوسېږي.
یوناني پولیس وایي چې ترکیې سره ګډې پولې ته نږدې د یوې لارۍ نسکورېدو پېښه کې ۶ پاکستاني و مصري کډوال وژل شوي. سرچینه زیاتوي چې د پېښې په تړاو یې دوه قاچاق وړونکي نیولي دي.
د تونس ملي ګارد د سه شنبې په ورځ وویل د دې هیواد په ساحلي اوبو کې یې د دوشنبې په شپه ۷۱ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. یاد کسان غوښتل چې له لیبیا څخه ایټالیا ته ولاړ شي.