نړئ کې د مهاجرو شمېر له ۸۰ میلیونه تنو اوښتی دی
د روان کال په پیل کې نړئ کې نږدې ۷۹ میلیونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي ول. خو اوس د ملګرو ملتونو اداره وایي چې د بې ځایه شویو شمېر له ۸۰ میلیونه تنو هم اوښتی دی. جګړو او د کورونا ویروس وبا وضعیت نور هم پیچلی کړی دی.