له ۲۰۱۴ کال تر اوسه ۵۰ زره کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وروستيو اتو کلونو کې د لارې په اوږدو کې د ۵۰ زره کډوالو مړینه ثبت کړې ده. تر اوسه په سلو کې د ۶۰ سلنه دغو کډوالو پیژندنه نه ده شوي. د هغو قربانیانو له جملې چې پیژندنه یې شوي، نږدې ۱۸۰۰ یې له افغانستان څخه وو.