ویټنام: محکمې یخچالي لارۍ کې د ۳۹ ویټنامیانو د مرګ په تړاو ۷ کسان په بند محکوم کړل
پرون دوشنبه د سپټمبر ۱۴مه د ویټنام یوې محکمې یوه یخچالي لارۍ کې د ۳۹ ویټنامیانو د مرګ په تړاو ۷ کسان په بند محکوم کړل. د دغو ۳۹ ویټنامي مهاجرو مړي تېر کال د برتانیا پلازمېنې لنډن ته څېرمه په یوه یخچالي لارۍ کې موندل شوي وو.