اکواریوس یا د کډوالو د ژغورنې کښتۍ خپل پانامایي بیرغ له لاسه ورکړ
د اکواریوس په نامه یوه کښتۍ چې مدیترانه کې کډوال له ډوبېدو ژغوري د یک شنبې په ورځ خپل پانامایي بیرغ له لاسه ورکړ. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان او د اس او اس مدیترانه په نامه یو بل انجمن چې د اکواریوس مسئولیت په غاړه لري وایي چې ایټالوي چارواکي پر دوی فشار اچوي.