تېر کال ايران اروپا ته تلونکي شل زره پاکستاني کډوال اخراج کړي
تېر کال ایران شاوخوا ۲۰ زره ناقانونه پاکستاني کډوال نيولي او پاکستاني چارواکو ته یې سپارلي دي. دغه مهاجر په ناقانونه طريقو ايران ته داخل شوي وو او غوښتل یې چې اروپا ته ځان ورسوي.
تېر کال ایران شاوخوا ۲۰ زره ناقانونه پاکستاني کډوال نيولي او پاکستاني چارواکو ته یې سپارلي دي. دغه مهاجر په ناقانونه طريقو ايران ته داخل شوي وو او غوښتل یې چې اروپا ته ځان ورسوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د پاکستان د بلوچستان ایالات د بولان سیمې په مچ کلي کې د ډبرو سکرو کان په وژل شویو کې اووه تنه افغانان دي. یاد وزارت له پاکستان حکومت سره د پېښې پلټنه کې چمتووالی ښوولی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په حواله د دغه هیواد چارواکو د افغانانو ۲۰۰ زره جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې باطلې کړې دي.
د پاکستان په پیښور ښار کې د افغان کډوالو ځوانانو د فوټبال او تکواندو درې ورځینۍ سیالۍ د تیرې چهار شنبې په ورځ پای ته ورسیدې. په دغه سیالیو کې د خیبر پښتونخوا ایالت د کډوالو له کمپونو ګڼ شمیر افغان ځوانانو برخه اخیستې وه.
د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شویو محودیتونو سربیره، د مهاجر نیوز خبریالان د ۲۰۲۰ کال په لړ کې له فرانسې او یو شمیر نورو هیوادونو څخه د کډوالۍ په اړه د خپلو راپورونه لیکلو ته دوام ورکړ. د یو شمیر مهمو پیښو د راپورنو سرلیکونه په لاندې ډول چمتو شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ( یو ان اچ سي آر) اعلان کړی چې له پاکستان څخه په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ چې د کرونا ویروس له امله دریدلې وه د جنورۍ په میاشت کې له سره پیلیږي.
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو پخوانی وزیر سید حسین عالمي بلخي ایران لخوا د سوریي جګړې ته د افغانانو د استولو، د حکومتي ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ نه شتون، پاکستان کې له افغان کډوالو سره د حکومت د ژمنو د نه عملي کیدو خبر ورکړی.
د فرانسې د کډوالۍ او دغام اداره ( اوفي) هغو کډوالو سره چې د دغه هیواد په شمالي ښار کالې او یا د هرکلي په مرکزونو کې ژوند کوي او غواړي بیرته خپلو هیوادونو ته وګرځي نغدي مرستې کوي. دغه مرستې څه دي او څه ډول تر سره کیږي؟ مهاجر نیوز يي په اړه معلومات وړاندې کوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل اوونیز راپور کې وایي چې د روان کال د جنورۍ له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه ټولټال ۸۰۶۳۰۰ مهاجر بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د افغانستان په خیتځ ننګرهار ولایت کې د شاوخوا ۳۸ زره تنو له ډلې چې په دې وروستیو کې يي د ویزو غوښتنه کړې وه، ۱۸ زرو تنو ته يي تیره ورځ د پاکستان د کنسولګرۍ لخوا یو کلنه ویزه ورکړل شوه.
د پاکستان او د بوسنيا هرزګوینا هېوادونو يوه هوکړه لاسليک کړې کومه چې بوسنيا کې ميشتو شاوخوا ۳۰۰۰ پاکستاني ناقانونه کډوالو ته وطن ته د بېرته ستنېدو لاره هواروي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل اونیز راپور کې وایي چې د روان کال د جنورۍ میاشتې له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه ټولټال ۶۷۱۷۵۹ افغان مهاجر افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.