د ۸ افغانانو په ګډون ۱۴ کم عمره کډوال له یونانه پرتګال ته لېږدول شوي
یوناني چارواکي وایی چې پرون پنجشنبه د ۸ افغان مهاجرو په ګډون ۱۴ کم سنه کډوال له یونان څخه پرتګال ته لېږدول شوي دي.
یوناني چارواکي وایی چې پرون پنجشنبه د ۸ افغان مهاجرو په ګډون ۱۴ کم سنه کډوال له یونان څخه پرتګال ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان د موسیقۍ د ملی انستتیوت ۱۰۱ زده کوونکي او ښوونکي په یوه پرواز کې له کابل څخه قطر ته رسېدلي دي. ټاکل شوې چې دوی به پرتګال هیواد ته انتقال شي.
څه موده مخکې د افغانستان د فوټبال ملي ښځینه لوبډلې ځینې لوبغاړې پرتګال ته ورسېدلې. دوی اوس د پرتګال پلازمېنې لېسبون په شاوخوا سیمو کې تمرینونه پیل کړي دي.
یوناني چارواکي وایي چې پرون سه شنبه د سپټمبر ۲۸مه د مهاجرو د بیا مېشتونې پروګرام په چوکاټ کې ۴۱ افغان مهاجر له دغه هیواد څخه پورتګال ته انتقال شوي دي.
د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم غړې او کورنۍ یې تېره یکشنبه پورتګال ته ورسېدلې. دوی چې له اونیو راهیسې یې له افغانستان څخه د وتلو لپاره هڅې کولې پورتګال کې پناه اخیستې ده.
د پورتګال هيواد غواړي چي په يونان کي له مهاجر کمپونو څخه ۵۰۰ داسي کمسنه مهاجر ومني چي کورنۍ يې ورسره نه دي مل.
د شنبې په شپه (د سپټمبر ۱۴مه) د اوشېن وایکنګ په نامه ژغورونکې کښتۍ کې سپاره ۸۲ کډوال د ایټالیا په لامپدوسا بندر کې ښکته شول. یاد کډوال له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو.
د جمعې په ورځ (د اګست ۲۳مه) د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کرستوف کاستانر وویل، د اروپایي هیوادونو ترمنځ د یوې پرېکړې له مخې اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپاره ۳۵۶ کډوال مالتا کې کوزېدلی شي. فرانسه وایي چمتو ده چې ۱۵۰ کډوال ومني.
د ایټالیا لومړی وزیر ګیسپ کونته د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۱۵مه) وویل، شپږ اروپایي هیوادونه چمتو دي چې اوپن ارمز کښتۍ کې ۱۵۰ سپرو کډوالو ته پناه ورکړي. یاده کښتۍ له څو ورځو راهیسې د ایټالیا ساحلي اوبو ته نږدې بنده پاتې ده.
د ایټالیا د ساحلي ګارد کښتۍ ګریګوریتي کې سپاره کډوال تر یوې اونۍ انتظار وروسته دې هیواد کې کوزېدلی شي. تر دې مخکې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي وو چې یوازې هغه مهال کښتۍ کې سپرو کډوالو ته د کوزېدو اجازه ورکوي چې د کډوالو د وېشلو په اړه له اروپایي ټولنې سره یوې موافقې ته ورسېږي.
د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۲مه) په یوه یوغنډه کې چې د فرانسې پلازمېنه پاریس کې جوړه شوې وه، څوارلس اروپایي هیوادونه د کډوالۍ په اړه د ملاتړ پر یو «مکانیزم» موافقه وکړه. بشپړ معلومات.
د سه شنبې په شپه یوه ایټالوۍ قاضۍ د سي واچ ۳ د ژغورنې کښتۍ کپتانې له نظربندۍ څخه د ازادېدو امر وکړ. یاده کپتانه د شنبې په ورځ وروسته له هغې د ایټالوي پولیسو له خوا ونیول شوه چې هڅه یې وکړه کښتۍ کې سپاره ۴۲ کډوال په زوره لمپدوسا بندر کې ښکته کړي.