اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتونکو شمیر ټیټ شوی
اروپايي ټولنې هیوادونو کې د روان میلادي کال د فبرورۍ په پرتله اپریل میاشت کې د پناه غوښتنې کچه ۸۶ سلنه راټیټه شوې.
اروپايي ټولنې هیوادونو کې د روان میلادي کال د فبرورۍ په پرتله اپریل میاشت کې د پناه غوښتنې کچه ۸۶ سلنه راټیټه شوې.
د اواز سازمان تر یوې څېړنې وروسته فېسبوک د جعلي خبرونو ځینې پاڼې تړلې دي. اواز سازمان وایي چې په تېرو درېو میاشتو کې ۵۳۳ میلیونه کسان د یادو پاڼو له خوا خپاره شويو مطالبو ته لاس رسی موندلی دی.
تر اوسه پورې ډېر اروپایي هیوادونه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو پر نړیوال تړون نیوکه کړې. خو دا تړون څه دی او د کډوالو په اړه څه وایي؟
اروپایي هیوادونه په دې هڅه کې دي چې د درواغو معلومولو الې په کارلو سره اروپا ته د سفر کوونکو مسیرونه معلوم کړي. دغه پروژه چې iBorderCtrl نومېږي په امتحاني توګه په هنګري، یونان او لېتوانیا کې پیل شوې ده.
د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۱۸ د اکټوبر پر ۳۱مه نېټه د یوې پاکستانۍ عیسوۍ د مرګ سزا لغوه کړه. نوموړې وروسته له هغې چې په ۲۰۱۰ میلادي کال یوې محکمې مقدساتو ته د سپکاوي په تور په اعدام محکومه کړه، اته کاله په بندي خانه کې ساتل کېده. اوس پوښتنه دا ده چي مقدساتو ته سپکاوی کول ایا په اروپا کې هم جرم او یا تخلف ګڼل کېږي که نه.
د اتریش حکومت نن د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ چې غواړي د ملګرو ملتونو له هغه تړون څخه ووځي چې د مهاجرو په اړه دی. د اتریشي چارواکو په وینا دا پرېکړه د ډسمبر په میاشت کې تصویبېږي. اتریش وایي چې غواړي د دې هیواد له خپلواکۍ څخه دفاع وکړي.
پولنډ کې یو خصوصي تلویزیون له نوماندانو څخه غواړي چې د هغو کډوالو رول ولوبوي چې له عراقه تر اروپا پورې سفر کوي. دا شبکه وایي، غواړي چې د دې پروګرام له لارې د مهاجرت په کړکيچ کې برخه واخلي.