لیبیا: د مهاجرو پر توقیف ځای تر هوایي برید وروسته شاوخوا ۳۰۰ کډوال خوشې شوي
د سه شنبې په ورځ د لیبیا له تاجورا توقیف ځای څخه شاوخوا ۳۰۰ کډوال خوشې کړل شول. دوی وایي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو مرکز ته د رسېدو له پاره یې ۴۵ کیلومتره پیاده مزل کړی. د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په حواله اوس مهال دغه مرکز له کډوالو نه ډک دی.