په ډنمارک کي د مهاجرو د اخراج سياست
ډنمارک نور هیڅ مهاجر نه مني. حکومت غواړي حتی هغه مهاجر چي همدا اوس یې په هیواد کي اوسیږي، ژر تر ژره بیرته واستوي. له څه وخت راهیسي حتی سوريې ته مهاجر بيرته لېږي او وايي چي په دمشق کي امنیت دی. خو ولي؟
ډنمارک نور هیڅ مهاجر نه مني. حکومت غواړي حتی هغه مهاجر چي همدا اوس یې په هیواد کي اوسیږي، ژر تر ژره بیرته واستوي. له څه وخت راهیسي حتی سوريې ته مهاجر بيرته لېږي او وايي چي په دمشق کي امنیت دی. خو ولي؟
د ډنمارک لومړۍ وزیرې مېتې فرېدریکسون ویلي هیواد یې په پام کې لري چې د پناه غوښتونکو شمېر «صفر» ته را ښکته کړي. دا په داسې حال کې چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې دغه هیواد کې یوازې ۱۵۴۷ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.
د يوې ورځپاڼي د راپور پر اساس آلماني پوليسو ويلي چي په روان عيسوي کال کي له جنورۍ تر اکتوبر مياشتي پوري ۱۵۶۹ مهاجر له سکانډيناوي هيوادونو آلمان ته راغلي دي.
نادیم ندیم هغه پخوانۍ افغان مهاجره ده چې اوس د پاریس سن جرمن د ښځېنې لوبډلې غړیتوب لري. تمه ده چې نوموړې د چهارشنبې په ورځ چامپینز لیګ سیالو کې له لیون المپیک لوبډلې سره د پاریس سن جرمن مهاجمې په توګه لوبه وکړي.
د ډنمارک د کډوالو چارو وزیر تېره ورځ وویل چې ۲۰۱۹ کال کې له دغه هیواد څخه د ستنو شویو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، په داسې حال کې چې لږ شمېر کسانو ډنمارک کې د پناه غوښتنه کړې.
د ډنمارک نوي سوسيال دموکرات حکومت د مهاجرت په تړاو د دغه هيواد په مخکني سخت سياست کي لږ نرموالی راوستی دی. دا د هغه وروسته چي کيڼ اړخه ګوندونو د دغه حکومت د ملاتړ له پاره چمتووالی وښود.
په عمومي توګه که يو بهرنی څو کاله پرله پسې په يو هيواد کي ژوند وکړي نو د تابعيت غوښتنه کولای سي. د اروپايي هيوادونو د تابعيت د شرايطو تشريح کولو په دريمه برخه کي د دنمارک، بريتانيې او هالند شرايط درته معرفي کوو.
تر اوسه پورې ډېر اروپایي هیوادونه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو پر نړیوال تړون نیوکه کړې. خو دا تړون څه دی او د کډوالو په اړه څه وایي؟
د هغو کډوالو په ډله کې چې سویډن ته ورځي کم عمره وادې شوې نجونې هم شته. د سویډن د قوانینو له مخې د واده له پاره لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله دی. له دې نه وړاندې قانون داسې و: هغه کس - او په ځانګړې توګه هغه کډوال - چې په خپل هیواد کې یې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمر کې واده کړی د کورنیو د الحاق له حق څخه برخمن کېږي. خو اوس ټاکل شوې چې په یاد قانون کې بدلون راشي.
د اروپا د سرحدي او سمندري ګارد یا فرونتکس مشر ویلي چې اروپایي هیوادونه باید هغه کډوال اخراج کړي چې پناه غوښتنونه یې رد شوې دي. د هغه په وینا دا کار اروپا ته د هغو کډوالو د را رسېدلو مخنیوي کوي چې د مدیترانې له سمندرګۍ څخه تېرېږي.
ډنمارک له دوو هغو پخوانیو مهاجرو څخه د دغه هیواد تابعیت اخیستی دی چې د داعش له ترهګرې ډلې څخه یې ملاتړ کړی. همدارنګه د یوې افغانې په ګډون دوه ښځې په بند محکوم شوې دي. ټاکل شوې ده چې دغه افغانه تر بند وروسته اخراج شي.
خالده پوپل په ۱۹۸۷ کال کې په کابل کې زېږېدلې ده. د هغې سخت ژوند د داسې یوې ښځې ژوند دی چې د ریاضت او مجاهدت سره د یوې لا ښې نړۍ له پاره مبارزه کړې ده.