ایټالیا: د ۱۳«امنو» هیوادونو د اتباعو د بېرته ستنولو پروسه به چټکه شي
ایټالیا وایي چې د ۱۳ هیوادونو د اتباعو د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې موده به له ۲ کالو څخه ۴ میاشتو ته راټیټه شي. مراکش، الجزایر، تونس، ګانا او سنېګال د دغو «امنو» هیوادونو په ډله کې دي. په همدې حال کې سازمانونه وایي چې دغه فرمان به پر همجنس بازو کډوالو منفي اغېز ولري.