پاکستانۍ اسیه بي بي غواړي په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي
د فرانسوي رسنیو په حواله پاکستانۍ اسیه بي بي هیله ښودلې چې فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي. نوموړې په کال ۲۰۱۰ کې اسلام ته د سپکاوي له امله په مرګ محکومه شوې وه، خو اته کاله وروسته یې له محکمې څخه برائت ترلاسه کړ او کاناډا ته لاړه. اټکل کېږي چې راتلونکې جمعه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له اسیه بي بي سره وګوري.