د اروپا د بشري حقونو محکمې کروشیا د یوې افغانې ماشومې د مرګ له امله ۴۰ زره یورو نغدي جریمه کړې
د اروپا د بشري حقونو محکمې تېره پنجشنبه کروشیا د یوې افغانې ماشومې د مرګ له امله ۴۰ زره یورو نغدي جریمه کړه. دغه ماشومه په ۲۰۱۷ کې د کروشیا او صربیا پر پوله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.