«پسغل هوټل» یا هغه پروګرام چې ځوانو کډوالو ته د استراحت کولو زمینه برابروي
پاریس ته نږدې په نویي – پلېزانس سیمه کې ۳۶ کم عمره کډوالو ته د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د «پسغل» پروګرام په چوکاټ کې په یوه هوټل کې ځای ورکړل شوی دی. د دغه پروګرام په چوکاټ کې له ځوانو کډوالو سره روغتیایي او اداري مرستې کېږي.