کارپوهان: «د خوراکي توکو کمښت په زياته مهاجر اغېزمن کړي دي»
کارپوهان وايي چي په نړيواله توګه د خوراکي توکو د کمښت او جګو شوو قيمتونو منفي اغېز په زياته پر مهاجرو لوېدلی دی.
کارپوهان وايي چي په نړيواله توګه د خوراکي توکو د کمښت او جګو شوو قيمتونو منفي اغېز په زياته پر مهاجرو لوېدلی دی.
د روان کال په پیل کې نړئ کې نږدې ۷۹ میلیونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي ول. خو اوس د ملګرو ملتونو اداره وایي چې د بې ځایه شویو شمېر له ۸۰ میلیونه تنو هم اوښتی دی. جګړو او د کورونا ویروس وبا وضعیت نور هم پیچلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري يه یوه تازه راپور کې وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې د جګړو او تاوتریخوالو له امله په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر ۷۹،۵ میلیونو ته پورته شوی چې د تیر کال په پرتله په دغه شمیر کې ۹ میلیونه ډیروالی راغلی.
پورتګال په اروپا کې داسې یو هیواد دی چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د کډوالو پر وړاندې نرم دریځ او سیاست لري. تېر کال له مدیترانې څخه تر اتیاوو ډېر ژغورل شوي کډوال د پورتګال هیواد له خوا ومنل شول. د کډوال نیوز خبریاله مایوه پولې پورتګال ته تللې او د هغو ۱۹ کډوالو د ژوند په اړه رپوټ ورکوي چې د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې له سمندره وژغورل شول او له سپټمبر راهیسې د پورتګال د فوندائو ښار په یوه پخواني مذهبي ښوونځي کې اوسېږي.