د دانیل انځور، برېنا دالدورف
د دانیل انځور، برېنا دالدورف

سږ کال تر لسو زیات زده کوونکي په سورې سکوېر ابتدایي ښوونځی (Surrey Square Primary School) کې د بریټانیا تابعیت اخلي. دا ابتدایي ښوونځی چې په لنډن کې موقعیت لري له زده کوونکو سره د تابعیت د لاس ته راوړلو په برخه کې مرسته کوي.

روکیبت (۱۰ کلنه) چې اوس د آل سنتس په کلیسا (All Saint’s Church) کې ده ستېژ ته ځي او غواړي چې نږدې ۳۰۰ نندارچیانو ته سندره ووایي.

غږ یې لړزېږي. 

هغه وایي: «زه له توروالی بېګانه نه یم. دوی راته وایي چې پټ شه ځکه مونږ ستا مات شوی زړه نه غواړو.»

کلیسا ارامه ده او مونږ یوازې د روکیبت غږ اورېدلای شو. نندارچیان په دقت یې ګوري.

سره له دې چې په کلیسا کې مایکروفون نه شته، د سندرې د ویلو په وخت کې د روکیبت غږ د بیانسې په شان په کلیسا کې ازانګه کوي.

هغه وایي: «پوهېږم چې مونږ هم په نړې کې ځای لرو.»

د سندرې په پای کې یوه بله ډله له روکیبت سره همغږي کوي. نندارچیان یي هم هڅوي.


دا سندره د روکیبت سخت ژوند ښیي ځکه چې هغه د یوې کډوالې ښځې لور ده. روکیبت په بریټانیا کې زېږېدلې خو لا تر اوسه د دې هیواد تابعیت نه لري. هغه په داسې یو تولګې کې درس وایي چې په کې یې لس تنه نور زده کوونکي هم شته. دوی ټول په بریټانیا کې زېږېدلي دي خو هېڅ یو یې تابعیت نه لري. د زده کوونکو د تابعیت اخیستلو پروسه سخته او قیمته ده.

دا  ټالار چېره چې روکیبت په کې سندره وایي د سیاست والو او ښاروندانو د ملاقات ځای دی. په دې ملاقات کې د ۳۰ زده کوونکو یوې کمیټې له سیاستمدارو څخه د تابعیت او کډوالتوب په اړه پوښتنې کوي.

«پوهېږم چې مونږ په نړې کې ځای لرو»

هغه ماشومان چې په بریټانیا کې د بهرنيو کسانو په کوړنیو کې زېږېږي په اتوماټیک ډول بریتانیایي تابعیت تر لاسه نه شي کولای. دوی باید تر ۹ کاله انتظار وروسته د تابعیت د لاس ته راوړلو له پاره خپل نومونه ثبت وکړي.  

بریټانیایي تابعیت روکیبت ته ډېر مهم دی. د هغې د مورې نامعلومه وضعیت ډېر په ګرانه تمام شوی ځکه دوی ټل له یو کور نه بل کور ته ځي.

بریټانیایي تابعیت روکیبت ته اجازه ورکوي چې د دولتي مرستو څخه ګته واخلي، سفر وکړي او لوړو زده کړو له پاره چمتو شي. د هغې تابعیت د روکیبت د مور د نامعلومه وضعیت له پاره هم مهم دی ځکه هغه کولای شي چې کار وکړي او له بې وزلی نه ووځي.

د تابعیت بیه

تر ټولو لویه ستونزه: پیسې. په بریټانیا کې تابعیت اخیستل وړیا نه دی. هغه ماشوم چې بریټانیایي تابعیت غواړي باید دولت ته ۱۰۱۲ پوڼد ورکړي. دا په اروپا کې تر ټولو قیمته بیه ده.


په سري سکوېر ښوونځی کې چې یوه مصروفه ښوونځی دی ټول کاروونکي هڅه کوي چې زده کوونکي یې بریټانیایي تابعیت واخلي.

د دې ښوونځی کارکوونکي پوهېږی چې د تابعیت ستونزو کوړنیو ته زیان رسوي. په همدا راز دوی له زده کوونکو سره په نورو برخو کې لکه بی وزلي، د خواړې او کور نشتوالی هم مرسته کوي.


لومړۍ شخصي او بیا اکاډېمیک غوره والی

سورې سکوېر په سودوارک کې موقعیت لري. په لنډن کې دا سیمه یوه ځانګرې سیمه بلل کېږي. د سودوارک شورا په وینا خلک په دې سیمه کې سخت ژوند لري. د سورې سکوېر زیات شمېر زده کوونکي په اېلسبرې کې اوسېږي.

د ۲۰۱۳ د یوې احصایې له مخې په سودوارک کې زیات شمېر بهرنیان اوسېږي (۳۶.۶ فیصده) چې فیصدي یې تر لڼدن (۳۵.۸ فیصده) او بریټانیا (۱۳.۶ فیصده) نه لوړه ده. په همد راز په دې سیمه کې تورپوستکی هم ژوند کوي (۱۶ فیصده).

نږدې ۱۶ کاله کېږي چې فیونا کاریک داویس په دې ښوونځی کې کار کوي، لومړۍ د ښوونکې او بیا د کوړنیو د سموونکې په حیث. په نورو ښوونځیو کې ښوونکي یوازې د سبقونو او نمرو په هکله فکر کوي خو په دې سیمه کې دا د دوی د ماموریت یوازې یوه برخه ده.

کاریک داویس وایي چې زمونږ شعار دا دی: «ټولو ته یو ډول شخصي او اکاډېمیک غوره والی.»

هغه زیاتوي: «ماشومان لومړۍ شخصي غوره والی ته اړتیا لري.»


هره سه شنبې ماسپښین د سورې سکوېر کارکوونکي یو بل سره ملاقات کوي او د زده کوونکو د ستونزو په هکله بحث کوي.

کاریک داویس نوی زده کوونکو ته د کډوالتوب په هکله مالومات ورکوي.

کډوال هره ورځ کاریک داویس سره ملاقات کوي.

خو کاریک داویس یوازې دوی ته مشورې نه ورکوي. هغه له کډوالو سره مرستې هم کوي او له دوی سره وخت تېروي.

کله چې ماشومان وایي چې اوس دوی د یوه کور نه یو بل کور ته کډوي، کاریک داویس سمدلاسه غواړي چې دوس سره همکاري وکړي.  

یو پنځه کلن ماشوم وایي: «داویس قهرمانه ده.»

د عمومي مالي مرستو نشتوالی

کاریک داویس وایي چې هغه داسې کوړنیو سره مخ کېږي چې د دولت له مالي مرستو څخه ګته نه شی پورته کړای. لس فیصده زده کوونکي په دې حالت کي قرار لري. کله چې دوی خپل اقامت تمدیدوي مجبور دي چې دولت ته تر زرو نه زیات پوڼد ورکړي.

خو کډوال د کور د نشتوالی سره هم مخ دي ځکه د دولت له خوا دوی ته د اوسېدو ځای نه برابرېږي.

په لنډن کې کرایه قیمته ده. د کاریک داویس په وینا په لنډن کې کرایه شا و خوا ۱۵۰۰ پوڼد ده.

خو کله چې یو ماشوم تابعیت اخلي مانا یې دا ده چې کوړنۍ یې مجبور نه ده بیا هم د کډوالتوب فیس ورکړي. همدا شان د دوی وضعیت سم کېږي.


«که زه بالغ وم»

روکیبات، عیشت، دانیل او انجولاوا له کډوال نیوز سره خبرې کوي.

د دوی د ژوند وضعیت یو شان دی.


روکیبات، عیشت، دانیل او انجولاوا په بریټانیا کې زېږېدلي دي او د بی وزلی او د مرستو نشتوالی ګیله کوي.

دوی د خپلو کورونو په اړه خبرې کوي.

عیشت وایي: «مونږ یو کناراب او یوه اشپزخانه لرو او له نورو کوړنیو سره ژوند کوو.»

انجولاوا وایي: «کریستمس په کور کې تېر شو او مونږ ډوډۍ نه درلوده.»

دانیل وایي: «زمونږ حالت هم داسې و.»


سږ کال هم دوی له مالي ستونزو سره مخامخ دي ځکه چې باید د تابعیت له پاره ۱۰۱۲ پوڼد ورکړي.

دانیل وایي: «زما پلار ټل ستړی دی ځکه هغه هره ورځ سهار وخت له خوب نه راپاڅېږي او کار ته ځي.»

عیشت وایي: «زما پلار خو بالکل په کور کې نه دی.»


روبیکت وایي چې هغه او مور یې په یوه کوټه کې ژونده کوي. د روبیکت مور هره ورځ په دریو بجو له خوب نه راپاڅېږي او کار ته ځي.

روبیکت وایي: «زما مور د پیسې په هکله ډېره اندېشمنه ده.»

دانیل وایي: «که زه بالغ وم ستا مورته ۳۰۰ پوڼډ ورکولم.»

د اپریل په میټینګ کې د سیمې مسول د ښوونځی د کارکوونکو او زده کوونکو سره وکتل. د لنډن ښاروال صادق خان هم وویل چې هڅه کوي چې د تابعیت بیه ټیټه شي.

په همدې حال کې کاریک داویس له زده کوونکو او د دوی د کوړنیو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه تماس نیسي. یو ټیم هم شته چې په عاجلو حالاتو کې کوړنیو ته اضطراري کورونه برابروي.

په پسرلې کې دانیل په خپل کور کې ناست و چې خور یې راغله او ورته وویل چې غواړي هغه ته یو ډېر ښه شی ورکړي.

دا ښه شی د دانیل بریټانیوي پاسپورت و.

 

نورې ليکنې