مديترانه د مهاجرت يوه له خطرناکو لارو څخه ده
مديترانه د مهاجرت يوه له خطرناکو لارو څخه ده

هغه مهاجر چې د مديترانې له لارې غواړي اروپا ته راشي کيدای شي په راتلونکې کې له اروپا څخه و دباندي مهاجر کمپونو ته ولېږدول شي. دغه ډول يو وړانديز د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان کړی دی.

دا موضوع د اروپايي اتحاديې د راتلونکې اونۍ په سرمشريزه کې د اجندا برخه ده. د رسنيو د راپورونو له مخي د ملګرو ملتونو د UNHCR سازمان وړانديز کړی دی چي هغه مهاجر چي د مديترانې له لارې اروپا ته د رسېدو هڅه کوي، د هغوی له پاره له اروپا د باندې د مهاجر کمپونو پر جوړولو دي غور وشي. په دقيقه توګه دغه وړانديز په يو داسې کاغذ کې راڅرګند شوی دی چي د اروپايي کميسيون د شورا د رئيس دونلد توسک او د اروپايي اتحاديې د نورو ادارو له خوا چمتو کړل شوی دی.

دغه کاغذ به د جون په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه تر سره کېدونکې د اروپايي اتحاديې سرمشريزي ته وړاندي کړل شي. دغه سرمشريزه په اروپا کي د مهاجرت د بحران پر سر خبرو اترو له پاره پلان شوې ده.

د راپورونو له مخې د اروپايي اتحاديې څخه د باندې وړانديز شوي ياد مهاجر کمپونه به د مديترانې له لاري راتلونکو مهاجرو له پاره وي. په دغو مهاجر کمپونو کي به ارزول کيږي چي ايا اړونده مهاجر د پناه او امن تر لاسه کولو حق او چانس لري او که هغوی خپلو پلرني هيوادونو ته بېرته لېږدول کيدلای شي.

د مسودې په کاغذ کې راغلي: «دغه ډول پلېت فارم (مهاجر کمپونه) به د پروسو د چټک کولو او د اقتصادي مهاجرو او نړيوالې ساتنې د مستحقو مهاجرو تر منځ په فرق کولو کي مرسته وکړي» او د مهاجرو له پاره به د خطرناکو او اوږدو سفرونو کولو فشار ليري کړي.

د اروپايي اتحاديې يوه چارواکي کډوال نیوز ته وويل چي په اصل کې دغه مفکوره د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا تر دونلد توسک پورې رسېدلې وه. دغه چارواکي زياته کړې چي اروپايي شورا د رئيس توسک دغه وړانديز خوښ شوی ؤ او له دې کبله يې په اړونده کاغذ کې تذکر ورکړی دی.

د دې څخه تر مخه هم په دې تړاو وړانديزونه شوي ول چي د اروپايي اتحاديې دباندي د مهاجرو له پاره داسي کمپونو جوړ کړل شي چي اروپايي اتحاديه يې په اداره کي ونډه واله وي. خو دا چي دغه ځل د UNHCR له خوا داسې يو وړانديز شوی دی نو يې ارزښت او اهميت زیات بلل کيږي.

سياسي او قانوني ناڅرګندتيا

دغه وړانديز په داسي حال کي رابرسېره کيږي چي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ د مهاجرت د بحران سره د چلن په تړاو مخالفتونه ډېر زيات دي. که له يو اړخ څخه بعضي غړي هيوادونه د پولو د سخت څار او د مهاجرو په وړاندي د سرحدونو د بندولو غوښتنه کوي نو نور بيا د يو مشترک حل او تفاهم هيله مند دي.

د مهاجرت د پاليسۍ له پاره د اروپايي انستيتيوت کارپوهه ايليزابېت کولېت وايي چي ښايي د اروپايي اتحاديې څخه د باندې د ممکنه مهاجر کمپونو په تړاو معلومات په قصد سره ډېر غېر دقيق وړاندي شوي وي. د هغې په وينا دا د دې له پاره چې ځینې سخت دريځه سياستوال هم په دغه نظريه کي داسي احساس ولري چي ګواکي د دوی ږغ اورېدل شوی دی.

کارپوهه ايليزابېت کولېت وايي چي په مجموع کې د اروپايي اتحاديې د پولو څخه د باندې د مهاجر کمپونو جوړونه او د هغوی تمويل په خپل ځان کي يوه مغلقه او په لوی احتمال غېر عملي خبره ده.

کولېت وايي چي يو شمېر پوښتنې لا نه دي ځواب شوي چې ايا دغه احتمالي کمپونه به په اروپايي اتحاديه کي د پناه تر لاسه کولو له پاره د اروپايي سايوان لاندې د پناه غوښتنې پروسه هم پر مخ بيايي که څنګه؟ کولېت پوښتنه کوي چې که به ايا دغه مهاجر کمپونه د UNHCR له خوا د اروپايي اتحاديې څخه دباندي چلول کيږي او اروپايي اتحاديه به د خلکو د ځای پر ځای کولو ذمه په غاړه اخلي؟

ممکنه کمپونه په شمالي افريقا کي 

دا لا نه ده څرګنده چي دغه احتمالي مهاجر کمپونه به چيرې واقع وي. خو د اروپايي اتحاديې يو چارواکي کډوال نیوز ته وويل چي دغه کمپونه به «له اروپايي اتحاديې دباندي په نورو هيوادونو کي وي.»

 رسنيو داسي راپورونه ورکړي ول چي ښايي دا ډول مهاجر کمپونه يا مراکز په البانيا هيواد کي جوړ کړل شي. خو د اروپايي اتحاديې له پاره د مهاجرت کميسار ديميتريس افراموپولوس دغه راپورونه د کورنيو چارو د وزيرانو سره د خبرو وروسته رد کړي ول.

افراموپولوس د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون ۱۹مه نېټه) وويل: «په البانيا او يا په اروپا کې دننه د کمپونو د جوړولو په تړاو هيڅ بحث نه دی شوی.»

د اروپايي اتحاديې يو چارواکي کډوال نیوز ته وويل چي ښايي د نوو احتمالي مهاجر کمپونو د جوړولو پلان دا وي چي په شمالي افريقا کي هغوی تمويل کړل شي. له بل اړخه د اروپايي اتحاديې يوې منبعې و فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي ممکن په تونس کي د دغو کمپونو پر جوړولو غور وشي. 

د دې څخه تر مخه اروپايي سياستوالو په شمالي افريقايي هيوادونو کي د دا ډول کمپونو د جوړولو وړانديزونه کړي ول. په داسې حال کي چي د مهاجرت په موضوع د آلمان د حکومت دننه اختلاف نظرونه ادامه لري، صدراعظمې انګلا مېرکل ويلي دي چي په ليبيا هيواد کي په مهاجر کمپونو کي د پناه غوښتنې د پروسه کولو له پاره بحث کولو ته چمتو ده. 

د مسودې په کاغذ کي دا هم راغلي دي چي د ليبيا هيواد د ساحل ساتونکي ځواک سره بايد مرسته وشي تر څو هغوی ګزمې زياتي کړي. د دې تر څنګ د مهاجرو په کورني ټاټوبو کي د شرايطو د بهتره کولو له پاره د اقداماتو غوښتنه شوې ده چي له سره هجرت ته اړتيا پيدا نه شي.


 

نورې ليکنې