«زه د کډوالو هرکلی کوم»، کرېډېت: jaccueilleletranger.org
«زه د کډوالو هرکلی کوم»، کرېډېت: jaccueilleletranger.org

په پاریس کې ځینې کسان چې له کډوالو سره مرسته کوي داسې یو نښان جوړ کړی چې په ټولنه کې له کډوالو سره د ملاتړ نښانه ده.

دوی اوس یو نوی نښان لري: «زه د کډوالو هرکلی کوم.» د ۲۰۱۸ د جولای په ۳مه نېټه خلک کولای شي چې د پاریس په متروګانو یا په سړکانو کې داسې کسان سره مخامخ شي چې د کډوالو هرکلی کوي.

 فیلیپ لوګرن او ماري کسني د دې نښان اصلي جوړونکي دي خو شا و خوا ۴۰ تنه نور کسان چې په منځ کې یې لیکوالان، هنرمنان، فیلسوفان، د حقوقي او کلټوري سازمانونو مسولان هم دی د دوی ملاتړ کوي.

فیلیپ لوګرن وایي: «زموږ لومړنۍ مشاهده دا وه: زیات کسان نپوهېږي چې په فرانسه کې ډېر خلک له کډوالو سره مرستې کوي او دوی ته ښه راغلاست وایي. وضعیت داسې دی چې څوک د دې کسانو هڅې لیدلای نه شي ځکه دوی باید په ځینو حالاتو کې پټ واوسی.» 

هغه یوه بله اندیښنه هم کډوال نیوز سره شریکه کړه: د پناه غوښتنې او کډوالتوب د قانون مسودې چې په مشرانو جرګه کې ده او د ځینو سازمانونو په وینا په دې قانون کې د فرانسې سیاست د کډوالو په وړاندې لا هم سختېږي.

فیلیپ لوګرن زیاتوي چې دا کار د شخصي مفادو له پاره نه دی کړی: دوی غواړي چې نور کسان هم له «کډوالو سره مرسته وکړي» او دا بحث په ټولنه کې مطرح وشي ځکه د ځینو کسانو په وینا اجتماعي چاپېریال یو څه د کډوالو «پر ضد» دی.  

دا نښان «د بحثونو د ایجادولو» له پاره جوړ شوی دی خو جوړوونکي یې پوهېږي چې ممکن له ستونزو سره هم مخ شي. د دوی په نظر: «کېدای شي چې دا نښان په ټولنه کې عکس العملونه ولري خو زمونږ موخه دا ده چې د کډوالتوب په اړه یوه اجتماعي مناظره ایجاد وشي.»

فیلیپ لوګرن تاکیدوي چې دا نښان په خاصه توګه نباید پناه غوښتونکو ته د ستونزو لامل ګرځي ځکه دوی په اسانۍ سره زیان ویني. «مونږ نه غواړو چې خلک د کډوالو پر ضد نفرت ته ولمسوو.»

دا نښان د jaccueilleletranger.org په سپاچې کې موجود دی. د جون د ۲۰مه نېټه راهیسې تر ۴۰۰۰ زیات نښانونه د سازمانونو، انجمنونو او افرادو له خوا فرمایش ورکول شوي دي.


 

نورې ليکنې