خالده پوپل په ۱۹۸۷ کال کې په کابل کې زېږېدلې ده. د هغې سخت ژوند د داسې یوې ښځې ژوند دی چې د ریاضت او مجاهدت سره د یوې لا ښې نړۍ له پاره مبارزه کړې ده.
خالده پوپل د کابل په ښار کې زېږېدلې ده او د جګرو په وخت کې په پاکستان کې کډواله وه.
خالده په کابل کې انګزیزي ژبه لوستې ده.
هغه وایي چې په ماشومتوب کې یې د خپلو ورونو سره لوبېده. خو په ۲۰۰۳ کال کې چې زده کوونکې وه له خپلو تولګیوالو سره یې په جدي ډول فوټبال پیل کړ. خالده وایي چې د دې کار اصلي لامل د تفریحي امکاناتو نشتوالی و. ورو ورو د خالدې د ښوونځی نورو زده کوونکو هم له هغې سره یو ځای کېږي او د فوټبال یو ښځینه ټیم جوړوي. په لومړېو ورځو کې دوی یوازې د ښوونځی په چوکاټ کې لوبېږي.
په ۲۰۰۳ کې د کابل عمومي وضعیت ښه نه دی. کابلیان لا تر اوسه د طالبانو تاو تریخوالی او بربریت نه دي هیر کړي. ښځو چې د طالبانو په وخت کې د زده کړو حق نه درلود اوس کولای شي چې ټولنې ته لاړ شي خو لا هم دارېږي چې تاو تریخوالی سره مخ شي. سره له دې هم خالده او د خالدې ټولیګوالو غواړي چې د فوټبال په برخه کې کار وکړي.
د افغانستان ښځینه فوټبال ټیم
خالده پوپل او ملګرو یې بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. ځینې کورنیو په کابل کې فکر کوي چې فوټبال د ښځو له پاره جوړ شوی نه دی. خو خالده او ملګرو یې هڅې کوي چې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي او د افغانستان د فوټبال فدراسیون ته لاړ شي. د دوی ټیم د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه ټیم دی چې د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې ثبت شوی دی.
فیفا او د افغانستان ښځینه فوټبال ټیم
خالده وایي چې د افغانستان ښځینه فوټبال ټیم یوه تاریخي لاس ته راوړنه وه. خو هغه زیاتوي چې چانس هم یو څو دوی سره و ځکه په هماغه وخت فیفا هغو هیوادونو ته بودجه برابر کوله چې د فوټبال ښځینه ټیمونه په کې موجود وو.
په دا وخت کې افغانستان د لومړې ځل له پاره خپل ښځینه ټیم ته بودجه پیدا کړه.
Moments of Reflection... sometimes we are caught up in the daily challenges of managing @AfghanistanWnt and its good to take time to reflect on the bigger mission and long-term journey ... Total Respect for our team and staff!! @khalida_popal @HalesBells99 @jdewitt @joellemuro pic.twitter.com/UX6g7AOtg6
— Kelly Lindsey (@coachaffwnt) June 1, 2018
په ۲۰۰۷ کې د افغانستان فوټبال ټیم د پاکستان لیګ ته ګدون کوي او بریا یې تر لاسه کوي.
دوی له خپل بریا وروسته د ارګ له خوا تقدیرېږي.
خو سره له دې هم دوی ګواښونه سره مخ دي.
خالده وایي: «د ښځو د حقونو نه دفاع کول زمونږ د فعالیتونو یوه مهمه برخه وه.» هغه زیاتوي چې د ۲۰۰۳ راهیسې تر ۵۰۰۰ زیاتې ښځې د افغانستان په ځینو ولایاتو کې فوټبال لوبوي.
ګواښونه او کډوالتوب
د ګواښونو د زیاتوالی نه وروسته خالده په ۲۰۱۱ کال کې ډنمارک ته ځي چېره چې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي. هغه د یو نیم کال په موده کې د ډنمارک په یو کمپ کې اوسېږي او د کډوالو ستونزو سره اشنا کېږي. په دغه کمپ کې خالدې له نجنو سره مرسته کوي او غواړي چې دوی له خپلې روحې ستونزې سره د فوټبال له لارې مبارزه وکړي.
It was great honour 4 Girl Power.org2 run a joint refugee event with Champions with out border from Berlin& Les Degomueses From Paris. pic.twitter.com/iexApmp8mm
— Khalida Popal (@khalida_popal) July 30, 2017
په همدې حال کې خالده له ځینو سازمانونو سره هم همکاري کوي چې د مهاجرت په برخه کې فعالې دي. په دې انجمنو کې کډوال ژبې زده کوي او له کار موندنې سره اشنا کېږي. خالده د نورو فعالیتونو په څنګ کې له هغو ماشومانو سره هم مرستې کوي چې په سړکو کې کار کوي. هغه د همجنس غوښتونکې هم ملاتړ کوي.
خالده وایي چې مهاجرت یوه سخته پروسه ده. د هغې په نظر د دې پروسې په ترڅ کې کډوال ځینې شیان له لاسه ورکوي خو بیا هم نوی ارزښتونو سره اشنا کېږي.
خالده فکر کوي چې د اروپا په ځینو هیوادونو کې توکم پالنه یوه ستړه ستونزه ده.
خالده پوپل زیاتوي: «مهاجر باید ومني چې په مهاجرت کې ډېر مشکلات شته که نه نو په اسانۍ سره روحي ستونزې سره مخ کېږي.»
خالده له دې نه هم ګیله من ده چې په ځینو اروپایي هیوادونو کې کډوال له یو بل سره مرسته نه کوي.
— Khalida Popal (@khalida_popal) June 12, 2018