له څو میاشتو راهیسې بوسنیا هرڅوګووینا د هغو کډوالو د اوسېدو سیمه ده چې غواړي د کرووېشیا له لارې اروپا ته لاړ شي. د ۲۰۱۸ د جنورې میاشت د لومړیو ورځو راهیسې سلګونه افغان، ایراني، پاکستاني او سوریایي کډوال د سربستان او مونتي نګرو له لارې بوسنیا ته ننوتلي دي. د کډوال نیوز رپوټ له سالاکوواچ څخه.
سالاکوواچ یو وړوکی کلی دی چې له سراییوې سره ۱۲۶ کیلومټر فاصله لري. د سالاکوواچ کمپ په ۱۹۹۰ کال کې د بالقان د جګرو د پناه غوښتنکو هرکلی کاوه او اوس د نوو کډوالو سرپناه دی.
د بوسنیا د کورنیو چارو وزارت ویاند ادمیر ملاجیچ وایي چې اوس ۱۲۰ کډوال په دې کمپ کې ژوند کوي. دا کمپ د بوسنیا د دولت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونه ادارې له خوا اداره کېږي.
مونږ د سه شنبې په ماسپیښین کې (د جون ۲۶مه نېټه) غواړو چې دې کمپ ته لاړ شو خو دا کار ناشونی ښکاري. د کمپ په شا و خوا کې فاطمه سره اشنا کېږو چې یوه افغانه کډواله ده. فاطمه او مېړه یې محمد رحماني د طالبانو په وخت کې په ایران کې مهاجر ول. اوس دوی غواړي چې اروپا ته لاړ شي.
دوی وایي: «په ایران کې ماشومانو ته د سبق ویلو زمینه برابره نه وه.»
مهیا (۸ کلنه) د فاطمې او محمد لور ده.
فاطمه زیاتوي: «زوی مې اوس په جرمني کې دی.»
شمیم او ماشومان یې
د کمپ په شا و خوا کې نور ماشومان هم شته. مانا یې دا چې په دې کمپ کې نورو کورنیو هم ژوند کوي. شمیم او محمد اسماعیل عمري یوه بله افغان کورنۍ ده چې له افغانستان څخه بوسنیا ته راغلې ده. دوی ۷ ماشومان لري چې مشره یې ۱۴ کلنه الینا ده او کشره یې یوه کلنه فیروز. فیروز د مهاجرت په مسیر کې زېږېدلې ده. اسماعیل په کابل کې دوکاندار و. د کمپ چارواکو دوی ته په استثنایي ډول دوې خونې ورکړي دي.
د سالاکوواچ په کمپ کې کامل او شهلا هم اوسېږي. دوی دوه ماشومان لري چې اسماعیل او اسما نومېږي. کامل، شهلا او ماشومان یې له ۳ میاشتو راهیسې په دې کمپ کې ژوند کوي. دوی اوس د سالاکوواچ په کمپ کې د «استراحت» په حال کې دي.
سالاکوواچ، د کډوالو له پاره یوه ایدیال کمپ؟
شمیم او فاطمه له سالاکوواچ کمپ څخه راضي دي. فاطمه وایی: «په کمپ کې څو تعمیرونه شته. هره کوړنۍ یوه خونه لري چې لوی نه ده خو د قناعت وړ ده.» شمیم هم وایي چې له وضعیت څخه راضي ده. «په سهار کې مونږ ته شودې، مربا او یا هګی ورکول کېږي او په ماسپېښین او شپه کې غوښه.»
د دوی په منځ کې زهرا یوه بله افغانه ښځه ده چې مونږ ته وایي میړه یې د غوښې د خوړلو له امله ناروغ شوی. هغه زیاتوي: «دوی کولای شي چې موږ ته مواد او یا پیسې راکړي، مونږ اشپزي کوو. روغتیایي وضعیت هم داسې دی. هره دو شنبې یو ډاکټر راځي خو هېڅوک ته دوا نه ورکوي.»
د افغان، ایراني او سوریایي کورنیو په منځ کې ځینې مجرد ځوانان هم د سالاکوواچ په کمپ کې ژوند کوي.
شهلا چې د ایران له خوزستان سیمه څخه ده وایي چې په کمپ کې کډوالو یو بل سره ښه چلند کوي.
ماشومان، یوټیوب او سیند
د مازدیګر په ۵ بجو کې د کمپ د ماشومانو یوه ډلې د هغه سیند په لور کې روانې دي چې د کمپ په شا و خوا کې موقعیت لري. محمد وایي چې هره سهار ورزش کوي خو کومه خاصه بوختیا نه لري. دوی تلویزیون نه لري خو د یوټیوب له لارې له فلمونو سره وخت تېروي. فاطمه وایي چې د کمپ وای فای کله کار ورکوي او کله هم نه. محمد وایي: «زه نه لوستلای شم او نه لېکلای. په کمپ کې هم د ماشومانو له پاره بله سرګرمی نه شته.»
په عامه توګه کډوال د سالاکوواچ د کمپ له وضعیت څخه راضي دي. له همدې کبله فاطمه، شمیم او... کومه عجله نه لري چې ژر تر ژره له کمپ نه ووځي. خو په همدې حال کې ځینې کډوال هم شته چې غواړي ژر تر ژره کرووېشیا ته لاړ شي. د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا اوس مهال په بوسنیا کې ۳۵۰۰ کډوال ژوند کوي چې اکثریت یې غواړي اروپا ته لاړ شي. د دوی په منځ کې یوازې ۳ سلنه یې غواړي چې په بوسنیا کې خپل پناه غوښتنلیک وراندې کړي.