کډوال د لایف لاین په بېړې کې، د جون ۲۷مه نېټه، د انځور کرېډېت: رویترز / دارین زامیت لوپی
کډوال د لایف لاین په بېړې کې، د جون ۲۷مه نېټه، د انځور کرېډېت: رویترز / دارین زامیت لوپی

اوفپرا د سه شنبې په ورځ (د جون ۳مه نېټه) وویل چې هغو ۱۳۰ کډوالو ته چې د اکواریوس او لایف لاین په بېړیو کې ول قبولي ورکوي.

د اوفپرا مسول پاسکال بریس د سه شنبې په ورځ وویل چې فرانسه د اکواریوس او لایف لاین ۱۳۰ کډوالو ته قبولي ورکوي. د دې کډوالو په منځ کې ۸۰ تنه کسان د اکواریوس په بېړې کې وو او ۵۲ تنه یې هم په لایف لاین کې.

اکثریت د دې کډوال اریټریایي او سوداني دي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله پاسکال بریس وایي چې دوی باید ژر تر ژره فرانسې ته ورلېږل شي.



په اکواریوس یا د SOS Mediterranée په بېړې کې ۶۳۰ کډوال موجود وو چې اوس اکثریت یې په هسپانیا کې دي.

په همدې حال کې اوفپرا وایي چې دوی هغو ۵۲ کډوالو ته هم قبولي ورکوي چې د لایف لاین د بېړې له خوا ژغورل شوي دي. 

د  لایف لاین په بېړې کې ۲۳۳ کډوال موجود ول.

 

نورې ليکنې