«ډوډۍ راوړونکې»، Le Pacte
«ډوډۍ راوړونکې»، Le Pacte

د ایرلندۍ فلم جوړونکې نورا تیومي نوی فلم چې «ډوډۍ راوړونکې» نومېږي د چهارشنبې په ورځ (د جون ۲۷مه نېټه) د فرانسې په ځینو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو. دا فلم چي په ۲۰۱۷ کې جوړ شوی دی د یوې افغانې کیسه ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ژوند کوي.

پروانه یوه ۱۱ کلنه نجلۍ ده چې د طالبانو په دوره کې په افغانستان کې ژوند کوي. په دې دوره کې ښځې حق نه لري چې ښوونځی ته لاړ شي او خپلې زده کړې تر سره کړي. پروانه هم له یادې ستونزې سره مخ کېږي.

هغه له خپل پلار سره بازار ته ځي او د ډوډۍ د لاس ته راوړلو له پاره خپل کالي او د کور سامانونه پلوري. په بازار کې ځينې وسله وال طالبان د هغه پلار ته وایي چې لوړ یې حق نه لري له کور نه ووځي.

د طالبانو د واکمنۍ نه مخکې د پروانې پلار ښوونکی و.  

کله چې پروانه او پلار یې کورته بېرته ورځي د طالبانو سرتېري د دوی پر کور حمله کوي او د پروانې پلار له ځان سره وړي.

د پروانې مور او خویندې حق نه لري چې له کور نه ووځي او پروانه مجبور کېږي چې خپل ويښتان لنډ کړي او هلک بڼه ځان ته غوره کړي تر څو وکړای شي چې د خپل کور ډوډۍ راوړونکې وي. نوموړې د خپلې کورنۍ له پاره د ډوډۍ ګټلو په خاطر د هلکانو جامې اغوندي.

پروانه د خپل نږدې ملګرې شازیې سره غواړي معلوم کړي چې پلار یې ژوندی دی که نه.

د فلم په پای کې پروانه خپل ټپی شوی پلار له بندي خانې څخه کورته وړي.  

د امریکا له حملې نه وروسته پروانه او کورنۍ یې نوې ستونزو سره مخ کېږي.

دا انیمیشن فلم د یوې نجلۍ سخت ژوند د طالبانو د رژیم پر مهال ښیي. یاد فلم د هغو ماشومانو د ژوند داستان انځور کړی چې ماشومتوب یې په جګرو کې تېر شوی دی. خو سره له دې د پروانې فلم د داسې یوې وړوکې نجلۍ کیسې هم ده چې د خپل حق د لاس ته راوړلو له پاره تر پایه مبارزه کوي.

د دې فلم کیسې د یوی کاناډایي ناول څخه اخیستل شوې ده. دا فلم نه یوازې د یوې نجلۍ سخت ژوند ښیي بلکې د ځینو صحنو په ترڅ کې د افغانستان اوسنی تاریخ هم بیانوي.

«ډوډۍ راوړونکې» لا تر اوسه په سترو سینمایي فیستوالونو کې نندارې ته وړاندې شوې او ځینې جایزې هم ګتلې، لکه د «انسې د انیمیشن نړیوال فیستیوال» په فرانسه کې، «د تورنتو نړیوال فیستوال» او «د لوس انجلس فیستیوال».

د هالیوود نامتو فلمي ستوړۍ انجلینا جولي د دې فلم تولیدوونکې ده.

د سینمایي چارو یو شمېر کارپوهان دا فلم ستایلی دی.

د «ډوډۍ راوړونکې» په اړه یوه بله مهمه موضوع دا ده چې دا فلم په ځینو مواردو کې د صدیق برمک د اسامې په نامه فلم سره مشابه دی ځکه په «اسامه» کې هم یوه نجلۍ د طالبانو په وخت کې خپل ویښتان لنډوي او د هلکانو جامې اغوندي.

 

نورې ليکنې