لا شاپل، جولای ۲۰۱۷، رویترز
لا شاپل، جولای ۲۰۱۷، رویترز

د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون په یو نوی رپورټ چې د سه شنبې په ورځ (د جولای ۱۰مه نېټه) خپور شو وایي چې د کډوالو وضعیت په کوربه هیوادونو کې اندېښناک دی. د دې رپورټ په حواله په ځینو هیوادونو کې د کډوالو له پاره بشري مرستې او حیاتي خدمات مخ په لږېدو دي.

د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون د یو نوی رپورټ پر بنسټ چې د سه شنبې په ورځ (د جولای ۱۰مه نېټه) خپور شو د کډوالو وضعیت په کوربه هیوادونو کې اندېښناک دی. دا رپورټ چې د مهاجرت او بشري کړکیچ په اړه دی وایي چې د کډوالو له پاره بشري مرستې او حیاتي خدمات مخ په لږېدو دی.

«له ټولو انسانانو سره باید عادلانه چلند وشي»

په رپورټ کې ویل شوی چې په ځینو هیوادونو کې چارواکي د مهاجرت ضد ستراتیژي لري.

د فدراسیون مشر فرانسسکو روکا په یوه خبرنامه کې لیکي چې د نړیوال حقونو له مخې ټول کډوال ژغورنې ته اړتیا لري. د شاغلی روکا په وینا له ټولو انسانانو سره باید انساني او عادلانه چلند وشي.

د دې رپورټ په حواله د فرانسې په شمالي سیمه کې ځینې کډوال روغتیایي ستونزې سره مخ دي او دا ستونزي د دوی د اوسېدو ځایونو د وضعیت سره تړاو لري. د دې هیواد په بعضو ښارونو کې ځینې کډوال د پمنتوب او توبرکلوز په ناروغي اخته دي.

خنډونه

د دې رپورټ لیکوالان وایي چې په ځینو مواردو کې کډوال له غیرمستقیمو خنډونو سره مخ دي: دوی دارېږي چې د روغتیایي معاینې په ترڅ کې له ځورونو سره مخامخ شي. د پاریس په شمالي سیمه کې ډ بې سرحده ډاکټرانو ټیم داسې پېښې هم لیدلې دي چې ځینې کډوال د عامې نظم د پولیسو له وېرې نه غوښتل چې روغتونونو ته ته لاړ شي.

خو یاد فدراسیون وایي چې دا کار نه یوازې د اخلاق ضد دی بلکې کوربه هیوادونو ته ګران هم تمامېږي.


د یاد رپورټ لینک:  How barriers to basic services turn migration into a humanitarian crisis

 

نورې ليکنې