بامف وايي چي مهاجر بايد پر تليفون له فرېب ورکوونکو کسانو ځان وساتي
بامف وايي چي مهاجر بايد پر تليفون له فرېب ورکوونکو کسانو ځان وساتي

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي ادارې ويلي چې نامعلومو کسانو د دغې ادارې د کارمندانو په نوم له مهاجرو څخه د پيسو غوښتنه کړې ده. ورته رپوټونه تر دې مخکې هم ورکړل شوي وو.

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي ادارې (BAMF) په دې اړه دا هم ويلي دي، چې دغو نامعلومو کسانو پناه غوښتونکو ته هم اخطارونه ورکړي او ورته يې ويلي دي که چيرته پيسې ورنکړي نو خپل ملک ته به اخراج کړل شي.

بامف په دې اړه يوه تازه پيغام کې چې د خپلې انترنيټي ويب پاڼې پر انګليسې برخې يې خپور کړی دی، ويلي دي چې دغه ډول اخطارونه د دوی له ادارې سره هيڅ ډول تړاو نه لري. خو دغې ادارې د کډوال نیوز 
سره په خبرو کې دا منلې ده چې اوس هم په آلمان کې ځینې داسې کسان شته چې دغه ډول ټيلفوني اړيکې يې ترلاسه کړي دي.

په ۲۰۱۶م کال هم په آلمان کې د تيلفون له لارې د ورته اخطارونو د ورکړې په اړه ويل شوي وو. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې د همدغه کال په سپتمبر مياشت کې د موضوع په تړاو پر خپله ويب پاڼې په کافي اندازه پيغامونه خپاره کړي ول
.

له هغو کسانو چې اخطاري تيلفونونو تر لاسه کوي غوښتل شوي دي چې د دا ډول اړيکو د ترلاسه کولو په صورت کې دې د بامف ادارې ته ټيلفون او يا هم پر
service@bamf.bund.de ورته ايميل وکړي.

 

نورې ليکنې