په دې عامه پارک کې نږدې ۴۰۰ کډوال ژوند کوي، کډوال نیوز
په دې عامه پارک کې نږدې ۴۰۰ کډوال ژوند کوي، کډوال نیوز

د فرانسې د نانت په ښار کې سلګونه کډوال د داویې په عامه پارک (le square Daviai) کې ژوند کوي. دوی په ناوړه وضعیت کې دي.

د داویې پارک یو اوسېدونکی محمد وایي: «وږی یم. ستړی شوی یم. په دې ځای کې ژوند ډېر سخت دی.»

یوه سودانۍ چې ۵ ماشومان لري او خپه مالومېږي وایي: «په سودان کې زما میړه له چارواکو سره مشکل درلود. اوس په فرانسه کې په دې حالت ژوند کوو.»

د داویې عامه پارک خیرن دی او بد بوی کوي. محمد وایي: «دغه وضعیت زموږ پر روحیې ډېره اغیزه کوي. موږ حیوانان نه یو.»

۴۰۰ کډوال په یو عامه پارک کې

د جون په میاشت کې د ژان باپتیست په عامه پارک کې یوازې درې خیمې وو خو د نړیوالو ډاکټرانو د یوې احصاییې په حواله اوس په دې ځای کې حداقل ۲۲۰ خیمې شته. د نړیوالو ډاکټرانو د کډوالو له پاره د پروګرام تنظیوونکی ماتیو کینت کډوال نیوز ته وایي: «په هره خیمه کې حداقل دوه کډوال اوسېږي او د کډوالو شمېره ټولټال تر ۴۰۰ تنه زیاته ده.» اکثریت کډوال وایي چې پناه غوښتونکي دي او له اوفپرا  یا پره فکتور  سره د لیدو د وخت په انتظار کې دي.


د یوې رضاکارې په وینا کډوال تل په نانت ښار کې وو او دا کومه نوې پېښه یا پدیده نه ده. خو د تخلیې د عملیاتو نه وروسته د دوی شمېر په ښار کې زیات شوی دی.

«موږ کناراب نه لرو»

په پارک کې کډوال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. دوی نه شاور لري نه کناراب. محمد وایي: «موږ کناراب نه لرو په همدې خاطر په پارک کې رفع حاجت کوو.» 

په دې پارک کې یوازې یوه چینه شته او بس.


سره له دې چې ځینې انجمنونه او ښاروندان دوی ته خواړې توزیع کوي د دې کمپ یو ۱۶ کلن اوسېدونکی کډوال نیوز ته وایي چې کله نا کله دوی د ۹ ساعتونو له پاره خواړې نه لري.

د ځینو کسانو په وینا لامل د دې وضعیت د فرانسې دولت دی. بابا چې چادي دی غوسه کوي او وایي: «مکرون هغو کډوالو ته توجه کوي چې د بشري بېړیو په واسطه فرانسې ته راځی خو موږ ته هېڅ توجه نه لري. موږ هم په فرانسه کې یو.» 

یو بل کډوال زیاتوي: «موږ یوازې سرپناه ته اړتیا لرو.»

«موږ په فرانسه کې دا حق نه لرو»

نن نړیوال ډاکټران په پارک کې دي او غواړي چې د کډوالو وضعیت وڅېړي. له څو اونیو راهیسې کډوال روغتیایي خدماتو ته لاس رسۍ نه لري.

ماتیو کینت وایي: «دا څنګه وضعیت دی؟ موږ په داسې هیوادونو کې کار کوو چې ځینې یې اصلاً دولت نه لري خو په فرانسه کې دا حق نه لرو.» اکثریت د دې کډوال د هضمي په ناروغۍ اخته دي.

ماتیو کینت زیاتوي: «هېڅوک روغتیا ته توجه نه لري. چارواکي فکر کوي چې دا کار د کډوالو له پاره ناامیدوونکی دی. موږ په داسې یو وضعیت کې ژوند کوو چې په کې انساني کرامت او اساسي حقونه لو بل څخه جلا شوي دي.»


 

نورې ليکنې