دغه افغان مهاجر د جولای مياشتي په دريمه اخراج سوی ؤ
دغه افغان مهاجر د جولای مياشتي په دريمه اخراج سوی ؤ

د آلمان يوې محکمې امر کړی چې کابل ته اخراج کړل شوی يو افغان پناه غوښتونکی بايد بېرته آلمان ته راوستل شي ولې چې د پناه غوښتنې دوسيه يې لا نده حتمي فيصله شوې. دغه مهاجر د جولای مياشتې پر دريمه نېټه افغانستان ته اخراج شوی ؤ.

آلماني چارواکي وايي چې دغه ۲۰ افغان پناه غوښتونکی په تيروتنه کې اخراج شوی دی. د چارواکو په وينا ياد کس په داسې حال کې چې د پناه غوښتنې بهير يې لا ادامه درلوده افغانستان ته ولېږدول شو.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر وياندې ايلينور پيترمن د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۱۹مه نېټه) په دې تړاو د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د مهاجرو او پناه غوښتني په چارو کې د آلمان فدرالي اداره غواړي چې دغه اخراج شو ۲۰ کلن افغان د هغه د پناه غوښتنې د «مهمو پړاوونو» د بشپړولو له پاره بېرته آلمان ته راوستل شي. په راپور کي د اړونده افغان مهاجر نوم نه دی ذکر شوی.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر ويلي دي چې ياد اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی د آلمان په شمال ختيځ ايالت مکلينبورګ کې اوسېدی او د همدغه ايالت چارواکو د تېروتنې په ترڅ کې هغه د اخراج پروسې ته معرفي کړی دی.

د آلمان (
NDR) رسنۍ په راپور ورکړی چې دغه افغان د هغو ۶۹ اخراج شوو افغانانو له ډلې څخه دی چې د روانې جولای مياشتې پر دريمه افغانستان ته اخراج کړل شوي ول. له آلمان څخه افغانستان ته د اخراجونو په لړ کې د جولاي مياشتي پر دريمه پرواز کې د پخوا بر هر وخت په پرتله تر ټولو زيات افغانان په يوځای اخراج کړل شول. هورست زېهوفر د دغه لوی اخراج پر وخت ويلي ول چې د نوموړي په ۶۹مه کليزه ۶۹ افغانان خپل هيواد ته اخراج کړل شول.

د دغو اخراج کړل شوو افغانانو له ډلې څخه يوه ځوان و کابل ته تر رسېدو لږ وخت وروسته په هغه هوټل کې چې پکښې شپې يې کولې ځان وواژه. د آلمان د کورنيو چارو پر وزير باندې تر دغې پيښي وروسته ډيرې نيوکې وشوې. خو زيهوفر د ياد مهاجر د اخراج په اړه خپل مستقيم لاس لرل رد کړل او ويې ويل چې هغه د آلمان د اړونده سيمه ايزو چارواکو د تصميم په نتيجه کې د اخراج په نوملړ کې راوستل شوی ؤ.

 

نورې ليکنې