په مديترانه کې د مهاجرو د يوې کښتۍ د حادثې له کبله په لسهاؤ د کښتۍ سپرلي ډوب شوي دي. په دې تړاو د ۳۰ ډوبو شوو مهاجرو خبرونه ورکول شوي دي.
په مديترانه کې د مهاجرو يوه بله غميزه رامنځ ته شوې ده. د قبرس يو
ټاپو ته نږدې په ياد سمندر کې يوه کښتۍ د حادثې سره مخامخ شوې. د آلمان د خبري
آژانس د خبر له مخې په دغه حادثه کې لږ تر لږه ۳۰ د کښتۍ سپرلي ډوب شوي او يو شمېر
نور لادرکه دي. خو دا چې دغه پېښه ولې رامنځ ته شوې لا نه ده څرګنده.
د ياد خبري آژانس په خبر کې راغلي چې د ترکيې له خوا د ترکيې د ډموکراتيک شمالي
قبرس ټاپو ته نږدې دغه واقعه د چهارشنبې (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۱۹مه) په ماښام رامنځ
ته شوه. زياته شوې چي د ترکيې سمندري ځواک په دې توانېدلی چې له ياد ساحل څخه ۱۲۰
انسانان وژغوري.
زياته شوې چي ژغورل شوي اکثر مهاجر د سوريې د هيواد سره تړاو لري او دا چې هغوی
ترکيې ته انتقال کړل شوي دي. د پنجشنبې د ورځې په سهار لا د آژانس په وينا د ډوبې شوې کښتۍ د لادرکو سپرليو تلاښ ادامه درلوده.
دا لا تر اوسه نه ده څرګنده چي ډوبې شوي کښتۍ چېرې خپل سفر پېل کړی ؤ او پر کوم لور روانه وه.
انساني قاچاق وړونکي زيات وختونه د عربي هيوادونو مهاجر د ترکيې له جنوب څخه د
شمالي قبرس پر لور بيايي. د هغه وروسته دغه انسانان کوښښ کوي چې د قبرس له ترکي
اړخ څخه د اروپايي قبرس ساحې ته ځان ورسوي.