د کورنيو د الحاق له پاره په زرهاؤ غوښتنليکونه جمع کړل سوي دي
د کورنيو د الحاق له پاره په زرهاؤ غوښتنليکونه جمع کړل سوي دي

په ۲۰۱۷ کال له ۶ هيوادونو څخه تقريباً ۵۴ زره د مهاجرو خپلوان و آلمان ته راغلي چې هلته د خپلې کورنۍ د غړو سره يوځای شي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۵مه) داسې شمېرې خپرې کړې چې په ۲۰۱۷ کال و آلمان ته د مهاجرو د کورنيو د غړو شمېر څرګندوي. د ياد وزارت د معلوماتو له مخې په ياد کال تقريباً ۵۴ زره انسانان له ۶ هيوادونو څخه آلمان ته راغلي دي. د وزارت په وينا دغه کسان د ايريتريا، سوريې، عراق، ايران، يمن او افغانستان سره تړاو لري او په آلمان کې د خپلو هغو خپلوانو سره يوځای شوي چي پناه غوښتنه يې قبوله شوې وه.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخې له ياد شمېر نوو راغلو کسانو څخه اکثره يې د «امتيازي يوځای کېدنې» په ترڅ کې آلمان ته راغلي دي. امتيازي د يوځای کېدنې حق معنی دا چې په آلمان کې اوسېدونکي مهاجر مجبور نه دي چې دا ثابته کړي چې د کورنۍ د راتلونکو غړو د ساتنې له پاره د اوسېدو ځانګړی لوی والی لرونکی اپارتمان يا اړين مقدار معاش لري. خو په دغو ۵۴ زرو کسانو کې داسې کسان هم شته چې د راتګ څخه تر مخه يې په آلمان کې د مهاجرو په حيث ژوند کوونکي خپلوان مجبور ول چې ثابته کړي چې کافي ځای او د کورنۍ ساتلو له پاره کافي معاشونه لري.

په راپور کي زياته شوې چې په ۵۴ زرو راغلو کسانو کې داسي کسان هم شته چې په جرمني کې د اوسېدونکو کسانو سره يې ودونه کړي او په دې لړ کې آلمان ته د خپل مېړه يا ماينې سره يوځای کېدو له پاره راغلي دي. په دغو مواردو کې بيا په آلمان کې اوسېدونکي کسان پناه غوښتونکي نه بلکه داسې کسان وي چې له زيات وخت راهيسې په آلمان کې ژوند کوي.

د دويمي درجې پناه تر لاسه کوونکو کسانو له پاره د ۲۰۱۶ کال د مارچ مياشتې راهيسې د کورنيو راوستنه ځنډول شوې وه. خو د روان کال د اګست مياشتې په پېل سره به دغه لړۍ بېرته پېل شي. البته په دغه کې اوس بعضي محدوديتونه رامنځ ته شوي چې يو يې هم دا دی چې په مياشت کې صرف ۱۰۰۰ نوي کسان اجازه لري چې آلمان ته راشي. خو په دغو محدوديتونو کې استثناوي هم موجودي دي. د مثال په توګه که له دغو محدوديت رامنځ ته کوونکو قواعدو څخه هغه وخت صرف نظر کېدلای شي چې د ماشومانو ښېګڼې ته ګواښ وي، د اوږدمهال بېلتون ګواښ وي او يا هم داسې ناروغي موجوده وي چې صرف يې په آلمان کي درملنه ممکنه وي.

دا لا نه ده څرګنده چې د دويمي درجې پناه تر لاسه کوونکو کسانو څخه به کوم شمېر د دې وروسته د کورنيو د رابلل کېدو غوښتنليکونه وړاندې کړي. که څه چې د آلمان څخه دباندي په آلماني دپلوماتيکو نمايندګيو کې ۳۴ زره کسانو غوښتنليکونه جمع کړي چې غواړي په آلمان کي اوسېدونکو خپلو مهاجرو خپلوانو سره يوځای شي، خو ښايي له دوی څخه بعضو يې خپلې ادارې بدلي کړي وي. دا ځکه چې له دې لاري و آلمان ته راتلل ښايي د ډېر انتظار سره مل کار وي. د مثال په توګه د سوريايانو په هکله داسې معلومات شته چې ورڅخه يو شمېر په آلمان کې د دويمي درجې پناه تر لاسه کوونکي بېرته خپل هيواد يا ترکيې ته ستانه شوي دي ولې چې د زيات انتظار وروسته يې بيا هم کورنۍ آلمان ته په راتګ بريالۍ شوي نه وې.

 

نورې ليکنې