په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال زيات مهاجر د بالقان له لاري اروپا ته داخل سول
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال زيات مهاجر د بالقان له لاري اروپا ته داخل سول

د چک جمهوريت و بوسنیا هرڅګووينا ته نژدې يو مليون يورو ورکوي چې د سرحد څخه ساتنه وکړي. چک غواړي چي په دې توګه د بالقان مسير د مهاجرو په وړاندي اوږدمهال تړلی پاته سي.

د چک جمهوريت د کورنيو او بهرنيو چارو وزير، يان هاماچېک د بوسنيا هرڅګووينا سره د مرستې په استدلال کې ويلي: «دا روښانه ده چي اوس د مهاجرت يوه نوې لاره د بوسنيا هرڅګووینا پر مسير و اروپايي اتحاديې ته د داخليدو له پاره رامنځ ته سوې ده.»

د سوسيال دموکرات ګوند دغه سياستوال زياته کړې ده چي چک جمهوريت دې ته اوليت ورکوي چي د مهاجرو په وړاندي د بالقان مسير په اوږدمهاله توګه تړلی پاته سي.

ويل سوي چي بوسنيا هرڅګووينا ته ورکول سوي پيسې به په زياته د سرحد ساتنې پر تجهيزاتو او اوزارونو لکه د تودوښې پر بنياد انځور اخيستونکو کمرو، دوربينانو او بې پلوټه وړو الوتکو مصرفيږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس بوسنيا هرڅګووينا د روان کال په لومړۍ نيمايي برخه کي تر ۷۶۰۰ څخه زيات نوي داخل سوي مهاجر ثبت کړي دي. دا په داسي حال کي چي تېر کال په همدغه موده کي ۲۱۸ نوي مهاجر د بوسنيا پر سرحد ثبت سوي ول. زياته سوې چي اکثره مهاجر د سربستان له لاري بوسنيا هرڅګووينا ته داخليږي. ويل سوي چي اکثره دغه مهاجر د پاکستان، سوريې او افغانستان سره تړاو لري.

د چهار شنبې په ورځ د چک جمهوريت لومړي وزير د آلمان په بايروت کي په ځانګړو لمانځنو کي ګډون وکړ. هغه د لمانځنو تر څنګ د بايرن ايالت د ايالتي لومړي وزير مارکوس زيودر سره هم وليدل.

د دواړو سياستوالو تر منځ د نورو موضوعاتو تر څنګ د مهاجرت پر موضوع هم خبري وسوې. د چک جمهوريت د دې په حق کي دی چي د اروپايي اتحاديې باندنۍ پولې ټينګي کړل سي. خو دغه هيواد د شينګن ساحې دننه د پولو د کنترول پلوی نه دی.

 

نورې ليکنې