د بوسنیا د امنیت وزیر رسنیو ته ویلی دی چې غواړي د مهاجرت د مخنیوي له پاره خپلو سرحدونو ته سرتېري واستوي.
د روان ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې زرګونه کډوال په داسې حال کې بوسنیا ته رسېدلي دي چې غواړي له دې هیواد څخه کرووېشیا ته لاړ شي. خو بوسنیا چمتو نه ده چې د کډوالو هرکلی وکړي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: سالاکوواچ، په بوسنیا کې د کډوالو د استراحت ځای
د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۲۵مه نېټه) د بوسنیا د امنیت وزیر دراګان مکتیک رسنیو ته وویل: «هڅه مو دا ده چې په قانون کې بدلون راوستل شي او موږ وکلای شو چې د مهاجرت د مخنیوي له پاره خپلو سرحدونو ته سرتېري واستوو.»
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د سراییوې د اورګاډیو تمځای: د افغان، پاکستاني او ایراني کډوالو سرپناه
دارګان مکتیک ټینګار کوي چې نه غواړي هیواد یې د اروپا پندغالۍ وي.
د ۲۰۱۸ کال راهیسې شاوخوا ۹۰۰۰ تنه آسیایي او افریقایي کډوال د صربیا او مونتېنېګرو له لارې بوسنیا ته رسېدلي دي. د مهاجرت د نړیوال سازمان په حواله اوس مهال د دې کډوالو شمېر په بوسنیا کې ۳۵۰۰ تنو ته رسېږي. اکثریت د دې کډوال د بوسنیا په شمالي سیمه کې اوسېږي چې له کرووېشیا سره مشترک سرحد لري.
په دې سیمه کې کډوال په کمپونو کې اوسېږي او وضعیت یې ښه نه دی. ویل کېږي چې په راتلونکې کې دې کډوالو له پاره یو بشري مرکز جوړېږي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د کډوالو سخت ژوند د بوسنیا د بوریچې او کلادوشا په کمپونو کې
