د هوتل ډیو د PASS  مرکز، د جولای ۲۷مه نیټه، کډوال نیوز
د هوتل ډیو د PASS مرکز، د جولای ۲۷مه نیټه، کډوال نیوز

د فرانسې په عامو روغتونونو کې داسې روغتیایي مراکز شته چې PASS نومېږي او د هغو کسانو له پاره دي چې روغتیایي بیمې نه لري. کډوال هم کولای شي چې له دې خدماتو څخه ګته پورته کړي.

د هوتل ډیو روغتون د PASS په مرکز کې کډوال په اوږد صفونو کې انتظار باسي. اوس د سهار ۷ بجې دی او هوا ګرمه ده. کله چې د دې مرکز دروازې خلاصېږي موري یو ټکټ اخلي او د انتظار سالون ته ورځي. ۲۰ کلن موري د دویم ځل له پاره PASS ته راغلی دی. هغه وایي: «زه د سترګو ناروغي لرم. له څلورو کالو راهیسې په فرانسه کې اوسېږم. دلته د درملنې له پاره راغلی یم.»

یاد مراکز (PASS) د هغو کډوالو له پاره دي چې روغتیایي بیمې نه لري او یا په ناوړه وضعیت کې دي. اوس د PASS د انتظار په سالون کې ‌بېلابېل کډوال شته: دوی چې وضعیت یې قانوني نه دی، پناه غوښتونکي، هغه کسان چې د اوسېدو ځای نه لري او بې وزله کارګران... د PASS د پروګرام سموونکې هلن دو شان – لژه وایي: «دا یو روغتیایي مرکز دی. موږ له هغو کسانو سره مرسته کوو چې بې وزله دي یا د اوسېدو ځای نه لري. مانا یې دا چې زموږ کار یو څه له نورو ډاکټرانو سره توپیر لري.»

د کار د پیل وړاندې هلن دو شان – لژه له خپل ټیم سره سلا مشورې کوي. د هغې په دفتر کې نور کسان هم شته چې په منځ کې یې ځوان ډاکټران او یو مجربه ډاکټر لیدلای شو. یو ځوان ډاکټر پوښتنه کوي: «دا ضرور دی چې له خپل ناروغ څخه روغتیایي کارټ وغواړو؟» یو بل ځوان ډاکټر وایي: « د کډوالو په منځ کې یو حامله ښځه هم شته. هغه اوس مهال له خپلې یوې ملګرې سره اوسېږي خو مجبوره ده چې ډېر زر په سړکونو کې ژوند وکړي.»

    PASS      -

نن سهار د PASS ټیم د کډوالو دوسیې څیړي. هلن دو شان – لژه وایي: «په دې مرکز کې داسې کسان هم راځي چې روغتیایي بیمې لري خو نه شي کولای چې د روغتیا د کلاسیک سیستم څخه ګته واخلي.»

روغتیایي مشورې او د لیدو وخت

هره ورځ شاوخوا ۵۰ کډوال دې مرکز ته مراجعه کوي. د دې کډوالو یوه لویه برخه (شاوخوا ۹۰ فیصده) د لیدو وخت نه لري. هلن دو شان – لژه په دې اړه وایي: «دوی ته د لیدو وخت ورکول یو څه مشکل دی.» خو په PASS کې ډاکټران د عاجلو پېښو درملنه نه کوي. د هلن په وینا دوی په دی ځای کې د پوستکي ناروغیو (پمنتوب، خارښت، ‍چیچنه...)، انتاني ستونزې (د ستوني پاږ، والګی، توبرکلوز...)، او د هډوکو ستونزې درملنه کوي. هغه زیاتوي چې په دې مرکز کې تخنیکي وسایل لکه رادیولوژي او سکنر هم شته.

خو کډوال څنګه دې مرکز ته راځي؟ داوود چې د انتظار په سالون کې دی وایي چې هغه د بې سرحده ډاکټرانو له خوا دې مرکز ته استول شوی. هغه زیاتوي: «کله چې دا مرکز ته راځې باید ډېر انتظار وباسې!»

دو شان – لژه وایي: «د سهار له خوا زه له ۵ ناروغانو سره ملاقات لرم. دا ډېر وخت نیسي.» د هغې په وینا روغتیایي مشورې په دې مرکز کې یو څه له کلاسیکو مشورو سره توپیر لري ځکه دوی د کډوال د اوسېدو ځای او مهاجرت په اړه هم تپوس کوي... «موږ یادو مالوماتو ته اړتیا لرو.»

په ځینو مواردو کې فرانسوي ژبې هم د ستونزې یو لامل دی ځکه داسې کډوال هم شته چې فرانسوي نه پوهېږي. دو شان – لژه په دې اړه وایي: «موږ له بېلابېلو وسایلو څخه استفاده کوو. د ګوګل ترانسلېتر له لارې دوی سره خبرې کوو او یا ژباړونکو ته تېلېفون کوو.»

  PASS

خو PASS کډوالو ته دا زمینه هم برابروي چې کلاسیکو درملو ته لاس رسی پیدا کړي. ایل دو فرانس کې د PASS سموونکې باربارا برتیني وایي: «کله چې یو ناقانونه کډوال دلته راځي موږ له هغه سره مرسته کوو چې د ټولنیزو چارو یو مرستیال پیدا کړي او له عامو حقونو څخه ګته واخلي.»

خو ځینې کډوال له خپلو حقونو نه خبر نه دي. لورا برتیني وایي: «پناه غوښتنونکي کولای شي چې له PUMA  څخه ګته واخلي او هغه کسان چې وضعیت یې قانوني نه دی له AME څخه...»

کلېر* داسې یوه کډواله ده چې PASS له هغې سره په اداري چارو کې مرسته کوي. هغه ۳۲ کلنه ده او د ۲۰۱۸ په مارچ میاشت کې فرانسې ته رسېدلې. له ۴ میاشتو راهیسې کلېر له خپلې ملګرې سره په سړکونو کې ژوند کوي. هغه وایي: «د هوتل ډیو مرستیال ما سره مرسته کوي خو دا ډېر وخت نیسي.» کلېر پناه غوښتونکې ده.

* مستعار نوم

عملي مالومات

تاسو کولای شئ چې د دوشنبې تر جمعې پورې PASS ته مراجعه وکړئ.

دا مرکز کې روغتیایي مشورې په نوبت کې ترسره کېږي. ټول کسان حق لري چې د دې مرکز له خدماتو څخه ګته پورته کړي.

په پاریس، د پاریس په شاواخوا او په فرانسه کې د ځینو روغتیایي مراکزو ادرسونه:  

-PASS de l'Hôtel-Dieu
1, place du Parvis Notre-Dame – Paris 4e

-PASS des Hôpitaux Lariboisière et Fernand-Widal
Consultation Arc-en-ciel
2, rue Ambroise-Paré – Paris 10e

-PASS de l'hôpital Pitié-Salpêtrière
83, boulevard Pitié-Salpêtrière - Paris 13e

-PASS de l'hôpital Corentin-Celton
4, parvis Corentin-Celton - Issy-les-Moulineaux (92)

-PASS de l'hôpital Saint-Antoine
184, rue du Faubourg Saint-Antoine – Paris 12e (Consultations PASS pour patients à partir de 16 ans)

د ماشومانو له پاره:

-PASS de l'hôpital Ambroise-Paré
9, avenue Charles-de-Gaulle – Boulogne-Billancourt 92

-PASS de l’hôpital Jean-Verdier
Avenue du 14 Juillet – Bondy 93


 

نورې ليکنې