د ماشوماند د خوندي ساتنې ادارې د رپورټ انځور، هدین هالدورسون
د ماشوماند د خوندي ساتنې ادارې د رپورټ انځور، هدین هالدورسون

د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره (Save The Children) په یوه نوی رپورټ کې هغه شبکې غندي چې ماشومان استثمار کوي. په دې رپورټ کې ویل شوی چې نجونی هم د یادو شبکو د قربانیانو په منځ کې دي. دوی مجبورې دي چې د ایټالیا او فرانسې له سرحد څخه د تېرېدو په خاطر کاسیري وکړي.

د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې نوی رپورټ چې د جولای په ۲۷مه نېټه کې خپور شو «وړوکی او نه لیدل کېدونکي غلامان» نومېږي. په دې رپورټ کې چې په ایتالوي ژبه لیکل شوی څلور څپرکی د هغو ماشومانو له استثمار څخه خبرې کوي چې د ایټالیا خاورې ته رسېږي.

په همدې ډول یاد رپورټ د هغو نجونو د کاسیري څخه هم پرده اوچتوي چې مجبورې دي اروپا ته د رسېدلو له پاره خپل بدن وپلوري.

فرانسې ته د رسېدلو له پاره کاسیري کول

د ایټالیا د ماشومانو د خوندي ساتنې ادارې یوه مشره فرانسسکا بوچینو کډوال نیوز ته وویل: «ایټالیا کې کډوال نجونی له ځینو شبکو سره په تماس کې دي. دوی په خاصه توګه له نایجریا او رومانیا هیوادونو سره تړاو لري. خو له څو مودې راهیسې د هغو نجونی شمېره هم زیاته شوې چې فرانسې ته د تللو له پاره مجبورې دي کاسیري وکړي. قاچاق وړونکي له دوی څخه له ۵۰ تر ۱۰۰ یورو غواړي او دوی د پیسو په بدل کې فاحشه توب ته لاس وهي.»

یاد سازمان شاوخوا له ۱۹۰۰ نجونی سره تماس نیولي چې په منځ کې یې ۱۶۹ ماشومان هم دي او د ۲۰۱۷ له جنوري تر  ۲۰۱۸ مارچ میاشت پورې جنسي استثمار سره مخ شوي. خو د فرانسسکا بوچینو په وینا دا یوازې د یادې ستونزې څرګنده برخه ده.

هغه زیاتوي: «ځینې نجونی د قاچاق وړونکو تر فشار لاندې وایي چې ۱۸ او یا ۲۰ کلنې دي. مانا یې دا چې دوی نور د ماشومانو د خوندي ساتنو سازمانونه له مرستې څخه نه شي استفاده کولای. دا هم لیدل شوی چې ځینې قربانیان خپل د اوسېدو ځایونه بدلوي.»

۴۵۷۰ هغه ماشومان چې ورک دي

په رپورټ کې لیکل شوی چې ځینې بې سرپرسته کډوال ماشومان ډېر ژر د ماشومانو د ساتنې سیستم پرېښي.  

د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره وایي چې د ۲۰۱۸ له ۳۱ مې راهیسې شاوخوا ۴۵۷۰ ماشومان د ایټالیا په سوېلي سیمه کې د مهاجرت ساختمانونه پرېښي دي. د دې سازمان په حواله د یادو ماشومانو په منځ کې ۱۴ فیصده اریتریاییان، ۱۳ فیصده سومالیاییان، ۱۰ فیصده افغانان، ۹ فیصده مصریان او ۸ فیصده تونسیان شامل دي.

فرانسسکا بوچینو وایي: «دوی یوازې له خپلې ډلې سره په تماس کې دي او نه غواړي چې له نورو کسانو سره په تماس کې شي.»

هغه زیاتوي چې یوازې نجونی د جنسي استثمار قربانیانې نه دي. «په ۲۰۱۷ کې هلکان هم د جنسي استثمار قربانیان ول.»

«د اروپا هیوادونو ګډې مرستې ته اړتیا شته»

خو یاد رپورټ وایي چې هلکان د رستوران کسب او کرهنې په برخو کې استثمارېږي. فرانسیسکا بوچینو تینګار کوي: «دا په ځانګړه توګه په شمالي سیمو کې لیدل کېږي او کډوال د دې کارونو په مرسته د خپل سفر له پاره پیسې تر لاسه کوي.»

د ماشومانو د خوندي ساتنې اداره هیله من ده چې دا رپورټ د ځوان کډوالو د ساتنې له پاره موثر وي. فرانسسکا بوچینو په دې اړه وایي چې اوس «د اروپا هیوادونو ګډې مرستې ته اړتیا شته.»

یو بل سازمان اکسفام د جون په میاشت کې د یو سند د خپرولو له لارې ویلی و چې فرانسوي پولیسو کډوال بېرته ایټالیا ته استوي. د دې سازمان په حواله د ۲۰۱۷ له جولای تر ۲۰۱۸ اپریل میاشت پورې حداقل ۱۶۵۰۰ کډوال د فرانسې او ایټالیا له سرحد څخه تېر شوي دي.


 

نورې ليکنې