آلمان ته به هره مياشت صرف ۱۰۰۰ کسان د کورني الحاق په تر څ کي د راتګ اجازه ولري
آلمان ته به هره مياشت صرف ۱۰۰۰ کسان د کورني الحاق په تر څ کي د راتګ اجازه ولري

په آلمان کي د اګست مياشتې له پېل څخه د مهاجرو سره د هغوی د کورنيو د الحاق يا يوځای کېدو په لړ کي نوي مقررات نافذ سول. دا چې څوک د دغه پروګرام په ترڅ کې مستحق بلل کيږي، دلته يې ولولئ.

هغه مهاجر چې په آلمان کي يې د پناه غوښتنې له لاري د دويمي درجې قبولي تر لاسه کړې وي، د ځانګړو شرايطو له مخې کولای سي چې خپلې کورنۍ آلمان ته راوغواړي. خو نوي مقررات یوازي د هغو کسانو دپاره اعتبار لري، چې شخصأ او یا هم په یوه اتنیکي او مذهبي گروپ باندي د تړاو لرلو په سبب تر تعقیب لاندي نه وي، خو سربیره پر هغه ورته په خپل اصلي هیواد کي جدي خطر موجود وي. دغه ډول پناه ته په آلماني ژبه (subsidiärer Schutz) يا «محدوده اقامه» او اشخاصو ته یې د «محدودي اقامې مستحقین» ویل کیږي. په اوس وخت کې دغه ډول پناه تر ټولو ډیر سوریایانو ته ورکول سوې ده. پروسږکال مثلأ تقریبأ ۹۸۰۰۰ کسانو دغه ډول اقامه تر لاسه کړې وه. خو سږکال بیا د هغوی تعداد ډیر لږ او د جون میاشتي تر پایه پوري فقط ۱۴۰۰۰ کسانو ته دا حق ورکول سوی دی.

نوي مقررات ولي اعتبار لري؟

ددې خبرې څخه فقط درې کاله تیریږي، چې د «محدودي اقامې مسحقین» دي اصلأ خپل د فامیل غړي راوغوښتلای سي. خو دغه مقررات په ۲۰۱۶ م کال کې د مهاجرت د بحران پرمهال د دوو کلونو دپاره بې اعتباره اعلان سول. مگر اوس نوي مقررات فقط یو سازش دی او د «محدودي اقامې ډیرو مستحقو» کسانو ته په کتو سره هغه ډیر لږ دي. ځکه چې جرمني په يوه مياشت کي د مهاجرو د کورنيو فقط ۱۰۰۰ کسانو ته د راتگ اجازه ورکوي. دا لا هم داسي یوحق دی، چې دوی کولای سي خپل د فامیل غړي راوغواړي، خو د حتمي راغوښتلو حق یې نلري. مگر که څوک منفي جواب واخلي، طبعأ کولای سي، په محکمه کي عارض سي.

څوک اجازه لري چې راسي؟

دغه مقررات د کورنۍ د اصلي غړو، لکه ماندینه، تر ۱۸ کالو کم کوچنیانو او یا د نابالغو کوچنیانو د والدینو دپاره اعتبار لري. که یو څوک په خپل هیواد کي ډیري ماندینې ولري، دغه مقررات یې فقط د یوې ښځي دپاره اعتبار لري.

ایا فامیلي الحاق د دوامداره اقامت چانس لوړوي؟

نه، فامیلي الحاق د یوه مهاجر د اقامت پر وضعیت باندي تأثیر نه کوي. د اقامت حق د مختلفو دلایلو پراساس ورکول کيږي او یو پر بل باندي تاثیر نه سره لري.

د فامیلي الحاق د عریضې د ردیدو په صورت کي څه پيښیږي؟

که یو څوک په یوه میاشت کي مثبت جواب پلاس رانه وړي، ځکه چي سهمیه پوره سوې ده، بیا نو د هغه عریضه بلي میاشتي ته پاتیږي. نوي عریضې ته حاجت نسته.

لومړی حق چاته د کومو معیارونو پراساس ورکول کیږي؟

د نوو مقرراتو د ۳۶ مادې پراساس «بشري دلایل» قاطع رول لري. د مثال په ډول، فامیل څونه وخت سره جلأ دی، ایا په هغو کي نابالغه کسان سته، ایا د فامیل دغړو ژوند ته یې په ټاټوبي کي خطر سته او یا یې یو څوک سخت مریض دی؟ هغه مهاجر بیا تر ټولو ښه چانس لري، چي کور او کار ولري، الماني ژبه یې یوڅه زده کړې وي او یا په جرمني کي تحصیل کوي.

ددې برعکس بیا هغه کسان چي جرمونه یې سرته رسولي وي ،د فامیلي الحاق چانس یې لږ دی. هغه کسان هم چي جرمني ترراتگ وروسته یې واده کړی وي، چانس یې لږ دی.

ایا وختي لا کسان په نوبت کي ولاړ دي؟

هو، یوازي د همدې اپریل میاشتي تر شلمي پوري د جرمني په سفارتونو او قونسلگریو کي ۳۴۰۰۰ عریضې پرتې وې. هلته باید د ټولو هغو کسانو سره چي غواړي د فامیلي الحاق په چوکاټ کي جرمني ته راسي ، شخصأ خبري وسي. ځیني عریضې هلته د کلونو څخه پرتې دي او په نوبت باید جواب ورکول سي.

څوک عریضې بررسي کوي؟

دا یوه ډیر مغلقه پروسه ده، ځکه چي د هغو په بررسي کولو کي ډیري ادارې سهم لري. هغه عریضې چي د سفارتونو او قونسلگریو د لاري وړاندي سوي دي، باید هلته هره یو جلا جلا امتحان او بیا د جرمني امنیتي ادارو ته ولیږل سي. دلته بیا دوهمه ارزیابي صورت نیسي. کله چي هغه تایید سول، بیرته سفارتونو اوپه کولون کي یوې فدرالي ادارې ته لیږل کیږي.

 

نورې ليکنې