کډوال د پورت دو لا شاپل په مرکز کې، مهدي شبیل
کډوال د پورت دو لا شاپل په مرکز کې، مهدي شبیل

ډېری مهاجر فرانسې ته تر رسېدو وروسته له اداري ستونزو سره مخ کېږي. کډوال نیوز هڅه کړې چې دغه مطلب کې تاسو ته د پناه غوښتنې پروسې په هکله معلومات درکړي.

دغه مطلب د ۲۰۲۱ په مارچ میاشت کې اپډېټ شوی دی.

هغه کسان چې پناه غوښتونکي دي

فرانسې ته له رسېدو سره سم تاسې نه شئ کولی چې د فرانسې د مهاجرو د ساتنې او د بې وطنو ادارې یا اوفپرا ته مراجعه وکړئ.

تاسې د لومړیو ۹۰ ورځو په موده کې باید خپله دوسیه وړاندې کړئ. خو څنګه؟

  • فرانسې ته له رسېدو سره سم تاسې باید لومړی د پناه غوښتونکو د هرکلي ادارې یا سپادا ته مراجعه وکړئ.

د اسپادا ادارې په ټولو دیپاتمنتونو که شته. دلته یې لېست وګورئ.

د اسپادا کارکوونکي د لازمو اسنادو د ډکولو په برخه کې له تاسو سره مرسته کوي.

خو پاریس او ایل دو فرانس کې د پناه غوښتنې پروسیجر له نورو دیپارتمنتونو سره توپیر لري: تاسې باید لومړی دغې شمېرې (900 500 42 01) ته زنګ ووهئ او د مرکې لپاره وخت واخلئ.

تاسې کولی شئ چې د شنبې تر جمعې د ورځې له ۱۰ تر ۳ نیمو بجو پورې یادې شمېرې ته زنګ ووهئ. بېلابېلې ژبې شته: فرانسوي، انګلیسي، عربي، تامیل، اسپانیایي، ماندارین، پښتو، دري، اردو، ترکي، فارسي...

تاسې ورپسې یو پیغام او یا ایمیل ترلاسه کوئ چې پکې د ایل دو فرانس له اسپادا ادارې سره د ستاسې مرکې نېټه درج شوې ده. د مرکې پر مهال باید دغه پیغام اسپادا ته ور ورښيئ.

په پاریس کې تاسې نه شئ کولی چې له مرکې پرته اسپادا او یا د پولیسو قومندانۍ ته مراجعه وکړئ. (ایل دو فرانس کې د اسپادا ادارې لېست دلته کتلی شئ).

  • له اسپادا سره تر مرکې وروسته تاسو ته له ګودا (د پناه غوښتنې واحدې غرفې) سره د مرکې لپاره وخت ټاکل کېږي. ګودا د پولیسو په قومندانیو کې موقعیت لري.

ګودا کې د پولیسو د قومندانۍ او د اوفي یا د مهاجرت او ادغام ادارې کارکوونکي له تاسو سره مرکه کوي.

تاسو ته د اوفپرا دوسیه درکول کېږي. دغه دوسیه باید په سمه توګه ډکه کړل شي.

له قومندانۍ سره د مرکې پر مهال د پناه غوښتونکو د ګوتو نښې اخیستل کېږي.

له مرکې وروسته تاسو ته دوه سندونه درکول کېږي: لومړی سند ښيي چې ستاسې پناه غوښتنلیک ثبت شوی او باید وارزول شي، دوم سند ښيي چې تاسې په قانوني توګه فرانسه کې اوسېدلی شئ.

تاسې باید د ۲۱ ورځو په موده کې خپله دوسیه اوفپرا ته ور ولېږئ.

  • له اوفپرا سره مرکه

اوفپرا هغه اداره ده چې ستاسې دوسیه ارزوي. د اوفپرا ادارې د ایل دو فرانس په فونتني سو بوا کې موقعیت لري.

اوفپرا د ستاسو دوسیې له ترلاسه کولو وروسته تاسو ته د مرکې لپاره وخت ټاکي.

د مرکې پر مهال دوه تنه له تاسو سره دي:

  • د ساتنې کارکوونکی چې له اوفپرا سره کار کوي
  • او یو ژباړونکی

اوفپرا صلاحیت لري چې تاسو ته مهاجر کارټ او یا د حفاظت جانبي سند درکړي.

ستاسو غوښتنې ته ځواب ښایي تر څو میاشتو پورې وخت ونیسي.

که مو غوښتنه رد شوه، تاسې کولی شئ چې د پناه غوښتنې ملي محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړئ. تاسې د اوفپرا د ځواب له ترلاسه کولو وروسته یوازې یوه میاشت وخت لرئ چې د استیناف غوښتنه وکړئ.

هغه کسان چې پناه غوښتونکي نه دي خو غواړي فرانسه کې پاتې شي

که تاسې پناه غوښتونکي نه یاست خو غواړئ چې فرانسه کې پاتې شئ، د لنډمهاله اقامت کارت غوښتنه کولی شئ.

فرانسه کې څو ډول اقامه کارتونه شته: کورنی او یا خصوصي ژوند، روغتیا، کار...

د دغو کارتونو د ترلاسه کولو لپاره تاسې باید د پولیسو قومندانۍ ته مراجعه وکړئ.

خو دغه کارتونه د پناه غوښتنې له کارت سره توپیر لري: د پناه غوښتنې پروسې پر مهال تاسې باید ثابته کړئ چې خپل هیواد کې ستاسو ژوند له خطر سره مخ و. خو د اقامت کارت د ترلاسه کولو لپاره تاسې باید فرانسه کې د خپل ژوند د وضعیت ثابته کړئ.

که مو د اقامت کارت د ترلاسه کولو غوښتنه رد شوه، دا امکان شته چې تاسې له فرانسې څخه اخراج شئ. نو ځکه باید له مدافع وکیلانو او سازمانونو څخه مرسته وغواړئ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره دغه لېنک ته مراجعه وکړئ. 

 

نورې ليکنې