کډوالې په پورت دو لا شاپل کې، مهدي شبیل
کډوالې په پورت دو لا شاپل کې، مهدي شبیل

پاریس کې داسې جوړښتونه شته چې له ښځو سره د اومیندارۍ په وخت کې مرسته کوي. کډوال نیوز تاسو ته په دې اړه مالومات درکوي.

تاسو اومینداره یاستئ خو اسناد نه لرئ؟ فرانسه کې داسې جورښتونه شته چې له اومیندارو ښځو سره مرسته کوي.


د پاریس ښار پې ام اي (PMI) یا د میندو او ماشومانو د ساتنې مرکزونه

پاریس کې هره سیمه یو یا ځینې پې ام اي لري. پې ام اي هغو عامو مراکزو ته ویل کېږي چې دنده یې د اومیندارو ښځو او ماشومانو ساتنې ده. په پې ام اي کې د ښځینه ناروغیو د درملنې ډاکټران، روغتیا پالان، قابله ګان او د ماشومانو د ناروغیو متخصصان شته.

ځیرتیا: د پې ام اي ټول مرکزونه قابله ګان نه لري. لاندې لست کې هغه مراکز درج شوي چې په کې قابله ګان شته:

 https://api-site-cdn.paris.fr/images/71056


د کورنیو او اومیندارو ښځو سره د ملاتړ مرکزونه (L’espace solidarité insertion (ESI

دا مرکزونه د هغو کسانو له پاره دي چې په ناوړه روغتیایي وضعیت کې قرار لري. هغه مرکز چې د پاریس په ۱۵مه سیمه کې دی له کورنیو او اومیندارو ښځو سره مرستې کوي.

دا مرکز د امائوس له خوا اداره کېږي.

پته: 2-4 rue Georges Pitard

مټرو: Pernety

هره ورځ (پرته له سه شنبې ماسپېښین) له دوشنبې تر جمعې له ۱۰ تر ۱ بجو او له ۲ تر ۵ بجو پورې.


سولیپم (Le réseau Solidarité Paris Maman (Solipam

سولیپم هم له اومیندوارو ښځو سره مرسته کوي. له دې سازمان سره یوازې د تېلېفون له لارې تماس نیول کېږي (په فرانسوي او انګرېزي ‎ژبو کې).

شمېره: 0 801 801 081

سایټ: http://www.solipam.fr/ESI-Familles-de-l-Association,99


د عاجلو پېښو سرویسونه او پاس (PASS)

عاجلو پېښو له پاره ښځې کولای شي چې روغتونونو ته ورشي.

دوی کولای شي چې پاریس کې د پاس مرکزو ته هم مراجعه کړي.

پاس هغه خدماتو ته ویل کېږي چې د بې اسنادو کسانو له پاره دي. پاس ته د تلو له پاره د لیدو وخت ته اړتیا نشته. پاس کې یو ډاکټر او د ټولنیزو چارو یو مرستیال له اومیندارو ښځو سره مرسته کوي.

د پاس د ادرسونو له پاره لاندې لېنک کېکاږئ:

https://fr.calameo.com/read/0040218272602f5067786

 

*****

سازمانونه او انجوګانې

د پاریس ښاروالۍ یوې څانګه او ځینې سازمانونه (لکه نړیوال ډاکټران او یا بې سرحده ډاکټران) د کډوالو د کمپونو په شاوخوا کې ګزمې کوي. که تاسو ناروغ یاستئ باید له دوی سره د خپلې ناروغۍ په هکله خبرې کړئ.

که د اسناد خاوندان یاستئ که نه، په دواړو حالاتو کې یاد سازمانونه له تاسو سره مرسته کوي.


 

نورې ليکنې