کرېډېټ: دویچه ویله
کرېډېټ: دویچه ویله

المان کې د ګڼ شمېر مېشته ناقانونه پاکستاني کډوال پناه غوښتنې ردېږي ځکه چې په غوښتونليکونو کې د اکثرو کسانو ادعاګاني بې بنسټه وي.

د پاکستانۍ ورځپاڼي (دنېشن) د يو خپور شوی رپوټ تر مخه د ډيرو کډوالو غوښتنلیکونه رد شوي ولې امکانات ډير کم دې چې باقې پاتې ناقانونه مهاجرينو ته مثبت ځواب مېلاو شي.

د المان د مهاجرت او مهاجرینو له پاره فدرالي دفتر (بنديسامت) يو چارواکي ورځپاڼي دنيشن ته وويل چې ډير کسان لګيا دي د پناه غوښتنې په عذر په المان کې مزدورياني کوي.

هغه وويل: «د اروپايي ټولنې تازه امر دی چې د پناه غوښتونکو په درخواستونو دې زر تر زره معامله وشي نو د دې تر مخه هغه غوښتونليکونه چې ادعاګاني په کې کمزوري وي او يا بې بنسټه وي په ډير کم وخت کې ردېږي. په دی سلسله کې شاوخوا د ۹۰ سلنه پاکستانيانو درخواستونه رد کړی شوي دي او نور رد کېږي.»

د راپور له مخې يو بل حکومتي چارواکي وويل چې المان اوس هم د جنګ ځپلي هېوادونو کډوالو ته هرکلی وايي خو د پاکستانيانو کېسونه اکثره بې بنياده وي نو هغه ردېږي.

هغه زیاتوي: «د اکثره پاکستانيانو ادعاګاني د خپلو مسلو په اړه دروغ دي او دوي خپلې دعوی نه شي ثابتولی. موږ لګيا يو چې داسې قسمه مهاجرينو ته د المان د راننوتو لارې ونيسو.»

په ۲۰۱۸ کې تر اوسه پوري شاوخوا  ۲۰۰۰۰ پاکستانيانو په المان کې د پناه غوښتلو درخواستونه کړي خو لږ تر لږه د ۹۰ سلنه کسانو پناه غوښتنې رد شوې دي.

د يوې احصاییې تر مخه دا وخت په المان کې شاوخوا ۸۵۰۰۰ پاکستانيان په قانوني او ناقانه توګه ژوند کوي.  


 

نورې ليکنې