پاریس کې د پناه غوښتنې د ثبتولو له پاره نوې شمېره
پاریس کې د پناه غوښتنې د ثبتولو له پاره نوې شمېره

د اګست له لومړیو ورځو راهیسې د فرانسې د مهاجرت او ادغام دفتر د پناه غوښتونکو له پاره یوه نوې شمېره په کار اچولې ده. له دې څخه وروسته کډوال کولای شي چې لاندې شمېرې ته تېلېفون کړي: ۹۰۰ ۵۰۰ ۴۲ ۰۱

د اګست له لومړیو ورځو راهیسې پاریس کې کډوال کولای شي چې د یوې شمېرې له لارې خپلې پناه غوښتنې اوفي یا د مهاجرت او ادغام ادارې کې ثبت کړي.

که تاسو پاریس کې یاستئ او غواړئ چې نوم دې ثبت شي نو لاندې شمېرې ته تېلېفون وکړئ:  01 42 500 900

ستاسو زنګ په هره دقیقه کې ۰,۰۶ یورو چارجېږي.

د اوفي عمومي مشر دیدیې لشي وایي: «اوس د کډوالو پناه غوښتنې په څلورو ورځو کې ثبتېږي.»

د نوې شمېرې له فعاله کېدو وروسته د اوفي پخوانۍ شمېره حذفه شوې ده. اوفي په یوه اطلاعیه کې وایي: «لامل یې دا دی چې ځینې مخابراتي شبکو وړیا تېلېفونونو ته د زنګ وهلو اجازه نه ورکوي.»

د اوفي کارکوونکی د یو ژباړونکی په مرسته له تاسو سره خبره کوي. په پای کې تاسو یو پیغام ترلاسه کوئ چې په کې ستاسو د لیدو وخت او ورځ په یوه پادا کې لیکل شوي. د لیدو په وخت کې باید دا پیغام له تاسو سره وي.

دا تېلېفوني پلټفورم په ۱۲ ژبو کې فعالیت کوي: فرانسوي، انګرېزي، عربي، تامیلي، هسپانیوي، ماندارین، پښتو، اردو، فارسي او افریقایي ژبې. تاسو کولای شئ چې له دوشنبې تر جمعې پورې د سهار له ۱۰ تر ۳ و نیمو بجو پورې ورته تېلېفون کړئ.



 

نورې ليکنې