د لوبو سامانونه د بروکسل په یو مرکز کې، کرېډېت: د بهرنیانو اداره
د لوبو سامانونه د بروکسل په یو مرکز کې، کرېډېت: د بهرنیانو اداره

د اتریش حکومت د یوې نوې پرېکړې له مخې ماشوم لرونکي کورنۍ له اخراج څخه مخکې یو ځانګړی مرکز ته استول کېږي. انجوګان د بلجیم حکومت د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلي.

د اګست له ۱۴مه نېټه راهیسې بلجیم کې ماشوم لرونکي کورنۍ له اخراج څخه مخکې یو تړلی مرکز ته استول کېږي. سیره (Ciré) یا له کډوالو سره د ملاتړ انجمن د دې پرېکړې په اړه په یوه اطلاعیه کې لیکي: «نن د ماشومانو د حقونو او د بلجیم د ډموکراسۍ له پاره یوه توره ورځ ده.»

بلجیم کې اوس مهال څلور داسې مرکزونه شته. دا مرکزونه د بروکسل له هوایي ډګر څخه دباندې موقعیت لري.

بلجیم کې د بهرنیانو ادارې ویانده دومینیک ارنو کډوال نیوز ته وویل: «هغه کورنۍ چې هلته استول کېږي له نورو کسانو جلا ژوند کوي. دوی دا ځای کې په ارامۍ سره اوسېږي. خو د وتلو حق نه لري.»

د هغو کورنیو له پاره یو مرکز چې په راتلونکې کې اخراج کېږي، کرېډېټ: د بهرنیانو اداره

د بلجیم د پناه غوښتونکو په چارو کې یو چارواکی تئو فرانکین RTBF ته وویل چې په دې مراکزو کې د کورنیو خصوصي ژوند مصون او خوندی دی. خو سیره وایي چې دا پروژه د شرم وړ ده. د دې سازمان مشر سوتیتا نګو تینګار کوي: «دا مرکزونو کې د لوبو سامانونه شته. خو د بلجیم حکومت غواړي چې له دې لارې خپل د خجالت وړ عمل پټ کړی.»

هغه زیاتوي: «یاد مرکز د هوایي دګر ترڅنګ دی. دا یو طلایي قفس دی.»

بروکسل کې د دې پرېکړې پر وړاندې احتجاجي تظاهرات شوي دي. د لاریون کوونکو په وینا د ماشومانو بندي کول یو غیرانساني سیاست بلل کېږي.

سه شنبې د اګست ۱۴مه نېټه لومړۍ کورنۍ دې مرکز ته واستول شوه. د #NOTINMYNAME کولکتیف وایي چې دا یوه صربیایۍ کورنۍ ده چې د انور (Anvers) په سیمه کې نیول شوې او څلور ماشومان لري. د پناه غوښتونکو په چارو کې بلجیمي چارواکی تئو فرانکین تینګار کوي چې د دې کورنۍ پلار یو خطرناک مجرم دی. هغه زیاتوي: «دا سړۍ د غلا په خاطر په ۳۷ میاشتو بند محکوم شوی دی.»

د RTBF په حواله کورنۍ په دې مرکزونو کې یوازې د څلورو اونیو له پاره اوسېږي.

له دې پرېکړې څخه مخکې کډوال کورنۍ داسې ځایونو ته استول کېدلې چې د را ستنېدو کورونه نومېدل. بلجیم کې ۲۹ داسې کورونه وو او کورنۍ حق درلود چې له یاد کورونو بهر شي. دومینیک ارنو وایي په همدې خاطر ځینې کورنۍ له دې کورونو څخه وتښتېدل. هغه زیاتوي چې نوي مرکزونه یوازې د هغو کورنیو له پاره دي چې په ناقانونه توګه بلجیم کې اوسېږي او یا له دې څخه مخکې د راستنېدو له کورونو څخه تښتېدلي دي.

د لالیبر ورځپاڼې په حواله یاده صربیایۍ کورنۍ د ۲۰۱۷م کال د مارچ او ډېسمبر په میاشتو کې د راستنېدو له کورونو څخه تښتېدلي وه.

کرېډېټ: د بهرنیانو اداره


 

نورې ليکنې