رویترز / ل.فوئګر
رویترز / ل.فوئګر

د اروپا د سرحدي او سمندري ګارد یا فرونتکس مشر ویلي چې اروپایي هیوادونه باید هغه کډوال اخراج کړي چې پناه غوښتنونه یې رد شوې دي. د هغه په وینا دا کار اروپا ته د هغو کډوالو د را رسېدلو مخنیوي کوي چې د مدیترانې له سمندرګۍ څخه تېرېږي.

د اروپا د سرحدي او سمندري ګارد مشر فابریس لګېري په یوه مرکه کې چې د ګروپ ابرا په سیمه ییز ورځپاڼې کې خپرېږي وایي چې اروپایي هیوادونه باید خپل سرحدي سیاستونه سخت کړي.

هغه وایي: «که چېرې اروپایې سیاستونه د کډوالو په وړاندې سخت نه شي نو کډوال ځان ته موازي ټولنې جوړ کوي چې بسنټ یې تور اقتصاد دی او قوانین په کې نافذ نه دي.»

تېر کال ۱۸۰۰۰ کسان له فرانسې څخه اخراج شول او ۸۶۰۰۰ نور کسان له سرحدونو څخه په شا و تمبول شول.

د ۲۰۱۸م کال د جون په میاشت کې د اروپایي اتحادیې ۲۸ غړي هیوادونه پرېکړه وکړه چې اروپا باید د خپلو سرحداتو امنیت تینګ کړي او د کډوالو د ښکته کېدو له پاره دوی ته نوې سپاچې برابرې کړي.

فابریس لګېري وایي چې دا سپاچې ډېرې مهمې دي. هغه زیاتوي: «پوښتنه دا نه ده چې کډوال باید وژغول شي. پوښتنه دا ده چې دوی په کوم ځای کې له بېړیو څخه ښکته شي او ولې اروپا باید دا مسولیت په غاړه ولري.»

د مهاجرت د نړیول سازمان په حواله په ۲۰۱۸ کې ۶۳۱۴۲ کډوال له مدیترانې څخه تېر شوي ترڅو چې اروپا ته ورسېږي. تر اوسه پورې حداقل ۱۵۰۰ کډوال د خپلو سمندري سفرونو په ترڅ کې مړه شوي دي.


* رویترز

 

نورې ليکنې