کډوال ایټالیا ته ښکته کېږي

ایټالیا کې د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر پر ضد یوه قضایي څېړنه پیل شوې. ویل کېږي چې نوموړی د کډوالو په وړاندې له خپل قدرت نه ناوړه استفاده کړې ده. په همدې حال کې د دیسیوتي په نامه کښتۍ کې ۱۴۰ بند شوي کډوال ایټالیا ته ښکته شوي دي.

د شنبې په ورځ (د اګست ۲۵مه نېټه) د ایټالیا قضایي سیستم د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني پر ضد یوه دوسیه پرانیستله چې په کې درج شوي اتهامونه د کډوالو په ناقونه توګه بندي کول او نیول دي. دا دوسیه د هغو کډوالو په اړه ده چې د دیسیوتي په نامه په یوه کښتۍ کې وو.

دا څېړنه د اګریخنت په ښار کې پرانیستل شوه خو له دې څخه وروسته د پالرمو د وزیرانو د یوې محکمې له خوا ادامه ورکول کېږي. ویل کېږي چې دا څېړنه یاد وزیر ته خطرناکه نه بلل کېږي ځکه پروسه یې پېچلې ده.

په همدې حال کې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر په یوه سیاسي غونډه کې ویلي: «قضات کولای شي چې زما پر ضد اقدامات کړي خو د ۶۰ میلیونه ایټالوي کسانو پر ضد هېڅ کار نه شي کولای. که بله کښتۍ ایټالیا ته راشي نو بیا مجبوره ده چې بېرته خپل کور ته لاړ شي. زه چمتو یم چې د خپل دریځ په خاطر محکمې ته لاړ شم.»

د کډوالو انتظار پای ته رسېږي

هغه ۱۵۰ کډوال چې د دیسیوتي په نامه کښتۍ کې وو د یک شنبې په ورځ ایټالیا خاورې ته ښکته شول.

د ایټالیا حکومت ویلي و چې چمتو نه دی د دې کډوالو هرکلی کړي ځکه دا د نورو اروپایي هیوادونو مسولیت دی.

په همدې حال کې د شنبې په ورځ د البانیا حکومت اعلان کړ چې ۲۰ کډوال مني.

د آیرلنډ دولت هم وویل چې له ۲۰ تر ۲۵ کډوال مني.

ماتیو سالویني د البانیا له دولت څخه مننه وکړه.

د جمعې په ورځ ایټالوي چارواکي د اروپایي اتحادیې د هیوادونو د دریځ پر ضد غبرګون وښودل. د هغوی په وینا اروپا خپل مسولیت ادا نه کوي او ایټالیا مجبوره ده چې یوازې د کډوالو له څپې سره مقابله وکړي.

د اروپایي اتحادیې د مهاجرت کمیشنر دیمېتریس اوراموپولوس په یوه مرکه کې وویل، ایټالیایي چارواکي باید قبول کړي چې یاده اتحادیه هڅه کوي چې له ایټالیا سره مرستې کړي.


* سرچینه: فرانس ۲۴

 

نورې ليکنې