د مهاجرو له پاره سياسي، اقتصادي، اجتماعي او حتی طبعي لاملونه په انتخاب کي مهم وي
د مهاجرو له پاره سياسي، اقتصادي، اجتماعي او حتی طبعي لاملونه په انتخاب کي مهم وي

يو شمېر مهاجر له خپل هيواد څخه د وتلو څخه تر مخه لا پلان لري چې کوم اروپايي هيواد ته ولاړ شي. هغوی دغه انتخاب څنګه کوي؟

آلمان او سوېډن په تيرو کالونو کې د مهاجرو له پاره تر ټولو جذاب هيوادونه پاته شوي دي. په دې ترڅ کي يادو هيوادونو ته په تېرو کالونو کې ګڼ شمېر مهاجر راغلي دي.

آلمان ته په ۲۰۱۵ کال ۸۹۰ زره، د ۲۰۱۶ کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې ۳۰۵ زره او په ۲۰۱۷ کال ۱۸۶ زره نوي مهاجر راغلي. په ۲۰۱۷ کال يوازې ۱۲۳۴۶ افغان مهاجر آلمان ته راغلل. خو مهاجر د کومو معيارونو يا عواملو په پام کې نيولو سره د دې اراده کوي چې ځانګړي او معين هيواد ته مهاجر شي؟
 

سياسي عوامل 

د اروپايي هيوادونه دننه د مهاجرو په وړاندي سياست او پاليسۍ توپير لرلای شي. له همدې کبله زيات مهاجر کوښښ کوي چې داسې يو اروپايي هيواد ځان ته انتخاب کړي چېرې چې د مهاجرو په وړاندي سياست د دوی په آند مثبت وي.

يو شمير کارپوهان په دې آند دي چې د بېلګي په توګه د آلمان د لومړۍ وزيري انګلا مېرکل د مهاجرو په وړاندې د «پرانستو دروازو» سياست د دې لامل شو چې په لږ وخت کې زيات پناه غوښتونکي آلمان ته ولاړ شي. په ۲۰۱۵ کال په سلهاؤ زرو مهاجرو د بالقان د مسير او اُتريش په لاره بېله دې چې مخکې په کوم هيواد کې پناه ورکړي، آلمان ته ځانونه ورسول.

په اروپايي هيوادونو کې د پناه غوښتنې د دوسيو د بررسۍ يا بشپړه کولو پروسه بېل اوږد وختونه نيسي. زيات شمېر مهاجر د دې پر اساس هم د مهاجرت له پاره يو هيواد انتخابوي چې په دغه هيواد کې د پناه غوښتني د دوسيو فيصلې زياتې ځنډنۍ نه وي او مثبت وي. د بېلګي په توګه په ۲۰۱۶ کال په اُتريش کې ۲۰ سلنه پناه غوښتونکو ته مثبت ځواب ورکول شو. خو په ياده موده کې په آلمان کې دغه کچه دوه چنده جګه وه.

 په مجموع کې زيات مهاجر هغو هيوادونو ته د هجرت کولو اراده کوي چېرې چې د مهاجرو په وړاندي سياست او تګلاره د نورو هيوادونو په پرتله نرمه وي. د بېلګي په توګه و هنګري، چک جمهوريت، پولنډ او سلواکيې ته زيات مهاجر زړه نه ښه کوي ولې چې دغه هيوادونه د نورو اروپايي هيوادونو په پرتله د مهاجرو په وړاندې سخته تګلاره لري. له همدې کبله مهاجر د لويديځي اروپا هيوادونو لکه سوېډن او آلمان ته د تلو له پاره زیات زړه ښه کوي.

اقتصادي عوامل

 د اروپايي اتحاديې ټول هيوادونه اصطلاح «اقتصادي لاملونه» د هجرت کولو له پاره نه مني. خو د هغه باوجوده زيات شمېر مهاجر هغه اروپايي هيواد ته د هجرت کوښښ کوي چېرې چې اقتصادي شرايط بهتره وي.

 د بېلګي په توګه آلمان د اروپايي اتحاديې تر ټولو قوي اقتصاد لرونکی هيواد دی چېرې چې د کار د ادارې په وينا نژدې يو مليون د کار ځايونه خالي دي. له همدغه اقتصادي دليل له کبله هم زيات مهاجر کوښښ کوي چي آلمان ته ځان ورسوي.

 پرتګال دې ته چمتو دی چې لا زيات مهاجر ومني خو د مهاجرو له پاره دغه هيواد په زړه پوري نه دی. که څه چې د ۲۰۱۰ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال د پرتګال هيواد اقتصاد زيات پرمختګونه کړي دي خو په دغه هيواد کي اوس هم اقتصاد په بشپړه توګه نه دی پياوړی شوی. په دغه هيواد کي اوس هم د مسلکي کسانو کمښت دی. دا په داسې حال کې چې په تېرو درې کالونو کې نژدې ۳۰۰ پرتګاليانو خپل هيواد پرې ايښی او د اروپايي اتحاديې نورو هيوادونه ته تللي دي.

د پرتګال هيواد لومړی وزير انتونيو کوستا د خپل هيواد له پاره د مهاجرت پر اهميت زیات ټينګار کوي. نوموړي د مې مياشتې په پای کې د خپل ګوند يوې غونډي ته وويل: «موږ لا زياتو مهاجرو ته اړتيا لرو او د مهاجرو پر ضد لهجه په کلکه ردوو.»

دا چي د مهاجرو له پاره د کوربه هيواد اقتصاد څومره مهم دی، په يونان کې د مهاجرو له هغه لوی شمېر څخه هم څرګندېږي چې و نورو اروپايي هيوادونو ته د تلو په انتظار دي. دا په داسې حال کې چې د يونان هيواد لا تر اوسه د اقتصادي بحران تر منفي اغېزو لاندې دی او په دغه هيواد کې عامه خدمات کم او د کارځايونه هم کم دي.

 اجتماعي عوامل

 زيات مهاجر د کوربه هيواد په انتخاب کې دې ته هم اهميت ورکوي چې په دغه هيواد کې اجتماعي امکانات څومره زيات دي. د بېلګي په توګه هالنډ او سکندناوي هيوادونه د مهاجرو د کورنيو له پاره په دې جذاب دي، ولې چې په دغو هيوادونو کې د تعليم او تربيې او روغتيايي خدماتو تر څنګ نور اجتماعي امکانات هم د مهاجرو له پاره زیاته دي.

د يو آلماني بانک (HSBC) د ۲۰۱۷ کال د يوې نظر پوښتنې نتايج ښيي چې هالنډ او سوېډن د مهاجرو له پاره د نړۍ له تر ټولو جذابو هيوادونو په څلورم مقام کي ځای لري. د دغه راپور له مخې سنګاپور او ناروې پر دريم مقام دي.

زيات مهاجر هغه هيواد ته هم د تلو زيات کوښښ کوي چېرې چې يې تر مخه لا کورنۍ، خپلوان، دوستان يا هيوادوال مېشت وي. د بېلګي په توګه د بنګله دېش هيواد زياتره مهاجر کوښښ کوي چې و ايټاليا هيواد ته ولاړ شي ولې چې هلته د اروپايي اتحاديې تر ټولو لويه د بنګاليانو ډله ژوند کوي او نژدې ۱۰۰ زره وګړي دي.

 د اجتماعي عواملو تر څنګ ژبنيز عوامل هم د مهاجرت له پاره د يو هيواد په انتخاب کې مهم وي. په دې ترڅ کې د بېلګي په توګه د مغرب د عربي هيوادونو سره تړاو لرونکي مهاجر و فرانسې او بلجيم ته مهاجرت تر نورو اروپايي هيوادونو غوره بولي. دا ځکه چي دغه عربي هیوادونه د فرانسوي ژبي سره اشنا دي. که مهاجر داسې هيواد ته مهاجر شي چېرې چې داسې ژبه ويل کيږي چې د دوی تر مخه لا زده وي او يا يې تماس ورسره لرلی وي نو د دوی له پاره په ټولنه کې مدغم کېدل او کار موندل آسانه کيږي.

طبیعي عوامل

 د طبیعت سره تړلي عوامل هم حتی د کوربه هيواد په انتخاب کې رول لرلای شي. د بېلګي په توګه په ۲۰۱۵ کال کې ۴۰ سوريايي او عراقي مهاجرو غوښتل چې د سوېډن د «زياتي سړې هوا» له کبله و آلمان ته ولاړ شي.

 

نورې ليکنې