دوه کډوال د پاریس په اوبرویلیه سیمه کې، مهدي شبیل
دوه کډوال د پاریس په اوبرویلیه سیمه کې، مهدي شبیل

له څو میاشتو راهیسې د کډوالو ماشومانو شمېره په پاریس کې زیاته شوې ده. خو مشکل دا دی چې دوی نه پوهېږي څنګه مرسته تر لاسه کړي. کډوال نیوز تاسو ته په دې اړه معلومات درکوي.

د بشري حقونو د سازمان (Human Right Watch (HRW په حواله، په ۲۰۱۷ کې د ماشومانو سره ملاتړ سازمان یا l’Aide sociale à l’enfance (ASE) له ۲۵۰۰۰ زیات ماشومانو سره مرستې کړې دي. دا احصاییه ښیي چې د دې ماشومانو شمېره د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۹۲ سلنه لوړه شوې ده. دوی اکثراً در فرانسې په پلازمینه کې د پناه غوښتنه کوي.

خو ستونزه دا ده چې دې ماشومان نه شي کولای پاریس کې ځان له پاره د اوسېدو ځای برابر کړي او یا له مرستو څخه ګته پورته کړي. د یاد بشري حقونو سازمان په وینا، اوس مهال ۲۰۰ ماشومان د پاریس په سړکونو کې شپه تېروي.

کډوال نیوز تاسو ته د هغو سازمانونو په اړه معلومات درکوي چې له بې سرپرسته ماشومانو سره مرستې کوي.

۱) دمي یا د بې سرپرسته ماشومانو د ارزونې مرکز

پاریس کې سره صلیب د بې سرپرسته ماشومانو مسولیت په غاړه لري.

د دمي یا د بې سرپرسته ماشومانو د ارزونې مرکز پته دا ده: 5 rue du Moulin Joly, dans le 11e arrondissement

دمي هره دوشنبه، سه شنبه، پنج شنبه او جمعه له ۸ تر ۶ بجو کډوال مني. د چهارشنبې په ورځ دا مرکز له ۱۱ تر ۶ بجو پورې له کډوالو سره مرسته کوي.

خو که چېرې تاسو د فرانسې په یوه بله سیمه کې یاستئ (لکه په آلپ ماریتیم کې) نو باید د ماشومانو سره د ملاتړ سازمان یا (l’Aide sociale à l’enfance (ASE ته ولاړ شي چې په دیپارټمنټي شوری کې موقعیت لري. د نړیوالو قوانینو  په حواله، هغه کس چې عمر یې له ۱۸ کلو څخه ټیټ وي ماشوم ګنل کېږي.

دمي او د ماشومانو سره د ملاتړ سازمان تاسو ته د لیدو وخت درکوي.

په نورو سیمو کې ځینې انجمنونه له تاسو سره مرسته کولای شي.

دمي تاسو ته د اوسېدو ځای برابروي. که ستاسو ماشومتوب ثابت شو نو تاسو د ماشومانو په یوه ګد کور او یا په یو ټولنیز هوټل او یا په یوه کورنۍ کې د اوسېدو ځای تر لاسه کولای شئ.

۲) د ورځو له خوا د هرکلیو مرکزونه

پانتن کې: بې سرحده ډاکټران د بې سرپرسته ماشومانو له پاره د ورځو له خوا د هرکلیو مرکزونه لري. دوی ماشومانو ته ګرمه خواړه توزیع کوي.

همداراز دوی ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه برابروي.

پته: 101 bis avenue Jean Lolive, 93 500 Pantin

Métro : Eglise de Pantin / Hoche (ligne 5)

دا مرکز هره دوشنبه تر جمعې پورې له ۹ تر ۵ بجو پورې ماشوم کډوال مني.

منتروی کې: دې ځای کې «اوغ له غیو» Hors la rue په نوم سازمان ماشوم کډوال مني.

پته: 70 rue Douy Delcupe, 93 100 Montreuil

۳) د خواړې د توزیع کولو ځایونه

اورور انجمن Aurore  هره ورځ له ۹ تر ۱۲ بجو پورې شاوخوا ۶۰۰ تر ۷۰۰ کډوالو ته سبا ناری ورکوي.

پته: 56 Boulevard Ney, près de la Porte d'Aubervilliers, dans le 18e arrondissement

رستو دیو کور Restos du cœur له سه شنبې تر جمعې پورې کډوالو ته بېګا ناری ورکوي.

پته:  square Anaïs Nin, à la Porte d’Aubervilliers

۴) د اوسېدو ځایونه

تاسو پاریس کې یاستئ او هېڅوک نه لرئ.

پورت دوبرویلیې کې د لیدو وخت: (د تراموای T3b د تمځایو تر مخ)

دې ځای کې سازمانونه د مازدیګر له خوا کډوالو ته د اوسېدو ځای برابروي.

یوتوپیا ۵۶ په نوم یو انجمن هره ورځ په square Anaïs Nin سیمه کې حاضر دی. تاسو دې ځای کې نور سازمانونه هم پیدا کولای شي.

فرانس تر دزیل سازمان (France Terre d’asile) هم هره ورځ له ۷ تر ۹ بجو پورې د پاریس په شمالي سیمه کې ګزمه کوي. دې سازمان د ۲۵ کډوالو له پاره د اوسېدو ځایونه لري.

تاسو کولای شئ چې دا شمېرې ته هم تېلېفون کړئ: ۱۱۵

۵) روغتیایي مرستې

که تاسو ناروغ یاستئ خو د اوسېدو ځای یا اسناد نه لرئ نو پاس PASS ته مراجعه کولای شئ.

د ماشومانو له پاره:

Ambroise-Paré (Boulogne - 92) : 9, avenue Charles-de-Gaulle, 92100 Boulogne

Armand-Trousseau (Paris 12e) jusqu’à 16 ans : 26, avenue du Docteur Arnold-Netter, Paris 12e

Jean-Verdier (Bondy - 93) : Avenue du 14 Juillet, 93 140 Bondy

Robert-Debré (Paris 19e) : 48, boulevard Sérurier, Paris 19e

Louis-Mourier (Colombes - 92) : 178, rue des Renouillers, 92 700 Colombes

د ماشومانو له پاره نور مرکزونه:

د نړۍ ډاکټرونه: 15 Boulevard de Picpus 75012 Paris

هره چهارشنبه له ۹ و نیمو تر ۱ بجو پورې (د لیدو وخت ضروري دی)

هره چهارشنبه له ۲ تر ۵ بجو پورې (د لیدو وخت ضروري نه دی)

د بې سرحده ډاکټرانو خوځند کلنیک:  Porte d’Aubervilliers, dans le nord de Paris

هره پنج شنبه له ۱۰ و نیمو تر ۴ بجو پورې

 

نورې ليکنې