۴ میلیونه کډوال ماشومان نه شي کولای ښوونځيو ته لاړ شي، کډوال نیوز
۴ میلیونه کډوال ماشومان نه شي کولای ښوونځيو ته لاړ شي، کډوال نیوز

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره په یوه نوی رپوټ کې وایې چې ۴ میلیونه کډوال ماشومان نه شي کولای ښوونځيو ته لاړ شي. له یوه کاله راهیسې د دې کسانو شمېر زیاته شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره په یوه نوی رپوټ کې لیکي چې زیات شمېر کدوال ماشومان نه شي کولای ښوونځیو ته لاړ شي. د دې ادارې د رپوټ په حواله، په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۵ اعشاریه ۴ میلیونه کسان کډوال وو چې د دې کسانو ۵۲ سلنه یې ماشومان ول. مانا یې دا چې ۷ اعشاریه ۴ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته د تلو حق درلود.  

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیسار فیلیپو ګراندي وایي: «ښونه او روزنه د ماشومانو له پاره مهمې دي ځکه ماشومان  کولای شي چې له دې لارې د خپلو هیوادونو د بیاجوړنې په برخه کې سهم اخلي. بې له ښونې نه کډوال راتلونکې لري او نه د دوی هیوادونه.»

د یادونې وړ ده چې اوس مهال یوازې ۶۱ سلنه کډوال ماشومان ابتدایي ښونځیو ته تللای شي.

خو د دې ماشومانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې خپل درسونه ادامه نه ورکوي. دا رپوټ ښیي چې یوازې ۲۳ سلنه زده کوونکي لېسو ته ځي.

په رپوټ کې راغلی چې د لوړو زده کړو وضعیت لا هم خراب دی. د دې رپوټ له مخې، په نړیواله کچه ۳۷ کسان لوړو زده کړو ته لاس رسی لري خو دا په داسې حال کې ده چې یوازې ۱ سلنه کډوال کولای شي لوړو زده کړو ته لاس رسی ولري. له دریو کلنو راهیسې دا سلنه کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

رپوټ کې لیکل شوی چې کوربه هیوادونه باید ماشومانو ته د زده کړو زمینې برابرې کړي. یاد رپوټ کې دا هم ویل شوی چې د دې کار د ترسره کولو له پاره دولتونه، خصوصي سکتورونه او بشري سازمانونو په ګده سره کار وکړي.

په همدې حال کې تېره میاشت اروپایي اتحادیه او د ماشومانو د خویندي ساتنې اداره پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې له بې ځایه شويو کسان او ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرستې کړي. دې ښوونیزې مرستې ۳۴ میلیونه یورو ارزښت لري.

 

نورې ليکنې