د «بېرته خپل هیواد ته لاړ شه» یوه صحنه
د «بېرته خپل هیواد ته لاړ شه» یوه صحنه

پولنډ کې یو خصوصي تلویزیون له نوماندانو څخه غواړي چې د هغو کډوالو رول ولوبوي چې له عراقه تر اروپا پورې سفر کوي. دا شبکه وایي، غواړي چې د دې پروګرام له لارې د مهاجرت په کړکيچ کې برخه واخلي.

دا پروګرام «بېرته خپل هیواد ته لاړ شه» نومېږي. دې پروګرام کې ۶ پولنډي کسان د کډوالو رول لوبوي او یوه میاشت کې بېرته عراق ته ځي. خو داسې یو پروګرام په استرالیا کې هم موجود دی.

دې پروګرام کې ۶ پولنډي کسان له جرمني، هنګري او صربیا څخه تېرېږي او یونان ته رسېږي. بیا دوی په یوه کښتۍ کې له مدیترانې څخه تېرېږي. دوی یوازې پاسپورت، تېلېفون او لږ پیسې لري.

د دې کسانو مقصد د عراق کردستان سیمه ده چېره چې پروګرام د کډوالو په یوه کمپ کې پای ته رسېږي. د دې پروګرام تولیدوونکي وایي چې دا ۶ پولنډي کسان هر یو یې د مهاجرت د کړکیچ په اړه مختلف نظر لري. یاد تلویزیون وایي: «دا کار دوی له پاره یوه سخته تجربه ده. ایا دا تجربه کولای شي چې د دوی په نظر کې بدلون راوړي؟ ایا د دوی ژوند بدلېږي؟»

خو په همدې کې زیات کسان د دې پروګرام پر وړاندې غبرګون ښودلي. دوی په دې نظر دي چې دا تلویزیون غواړي د نورو له بدبختیو څخه استفاده کړي. یاد تلویزیون په ځواب کې وایي چې دا کار د مهاجرت په کړکیچ کې برخه اخیستل دی.

یو پولنډي خبریال پیوتر کراسکو چې د پروګرام د ثبتولو په وخت کې له نوماندانو سره و وایي: «فکر کوم چې دا کار غیر اخلاقي نه دی. که داسې و نو نوماندان دې کار نه واي کړاي.»

د مهاجرت د کړکیچ له پیل راهیسې پولنډ کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې د دې هیواد په خاوره کې واوسېږي. دا هیواد د اروپا په هغه پروګرام کې هم سهم نه اخلي چې هدف یې سوریایي او عراقي کډوالو ته پناه ورکول دی. اروپا کې د دې پروګرام موخه دا وه چې ۱۲۰۰۰۰ کسانو ته په اروپایي اتحادیه کې پناه ورکړي.

پولنډ د ویزګراد هیوادونو غړی دی او د کډوالو په اړه له هنګري، چک او سلواکیا سره یو شان سیاست لري. دوی ټول په دې نظر دي چې نه باید مهاجرو ته پناه ورکول شي.

 

نورې ليکنې