د روان میلادي کال د اګست میاشت راهیسې سلګونه کډوال د مراکشي چارواکو له خوا د دې هیواد سوېلي سیمو ته استول شوي، کډوال نیوز
د روان میلادي کال د اګست میاشت راهیسې سلګونه کډوال د مراکشي چارواکو له خوا د دې هیواد سوېلي سیمو ته استول شوي، کډوال نیوز

د روان میلادي کال د اګست میاشت راهیسې سلګونه کډوال د مراکشي چارواکو له خوا د دې هیواد سوېلي سیمو ته استول شوي. مراکشي چارواکي وایي چې دوی غواړي کډوال له مافیایي شبکو څخه لرې کړي. خو ځینې انجوګان تېنګار کوي چې دا خبره سمه نه ده.

د عمر په نوم یو کډوال چې له ساحل عاج سره تړاو لري وایي: «پولیسو موږ پسې راغلل. له موږ سره مېندارې ښځې او ماشومان هم وو.» عمر اوس مهال تانجیر ښار کې اوسېږي خو وایي چې د اګست پر ۲۰مه نېټه د صوفي ښار په لور واستول شو. له عمر سره ۷۰۰ نور کډوال هم وو. عمر زیاتوي: «پولیسو د نامناسب زور څخه کار اخلي.»

د اګست میاشت راهیسې مراکش کې د کډوالو بې ځایه کېدو زیات شوی او سلګونه کډوال د دې هیواد له شمالي سیمو سوېلي څخه سیمو ته ورلېږل شوي.

ویل کېږي چې پولیسو هم د کډوالو په کورونو هم په سړکونو و هم د سیوتا او ملیا ښار په کمپونو کې د مهاجرو پسې دي. عمر په دې اړه وایي: «اوس کډوال زړه نه کوي چې کار ته لاړ شي.»

په نادور سیمه کې ۳۰۰۰ کډوال نیول شوي

د مراکش د بشري حقونو د انجمن په وینا یوازې د نادور په سیمه کې شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال نیول شوي او د مراکش سوېلې سیمو ته استول شوي دي.

نور سازمانونه هم د بشري حقونو د نقض کېدو او د ناقانونه توقیفونه څخه خبرې کوي. دوی وایي چې د نیول شوو کډوالو په منځ کې داسې کسان هم شته چې مراکش کې په قانوني ډول ژوند کوي.

د مراکش د بشري حقونو سازمان د خپل فیسبوک په پاڼه کې د یو کډوالو له قوله لیکي: «اوس د سهار ۵ بجې دي او زموږ سرویس تزنیت ښار ته نژدې کېږي. موږ له بسه ښکته کېږو او د دې ښار تر ټولو نژدې مرکز ته لاړ شو.»

د مراکشي چارواکو دریځ

په همدې حال کې یو مراکشي چارواکی د فرانسې خبري اژانس ته وایي، د دې کار هدف دا دی چې کډوال د قاچاق وړونکو له شبکو څخه لرې شي. خو د مراکش د بشري حقونو سازمان مشر عمر ناجي له دې خبره سره موافق نه دی او تېنګار کوي چې تر اوسه پورې مراکش کې هېڅ افریقایي قاچاق وړونکی نه دی نیول شوی.

د دې سازمان په حواله مراکشي چارواکي غواړي چې کډوال د سیوتا او ملیا هسپانوي ښارونو څخه لرې کړي.

په همدې حال کې د مهاجرت نړیوال سازمان وایي روان کال کې شاوخوا ۳۱۰۰ کډوال له مراکش څخه یادو هسپانوي ښارونو ته ننوتلي دي.

د مراکش د بشري حقونو سازمان دا هم زیاتوي چې مراکشي چارواکي له قاچاق وړونکو سره په تماس کې دي.

ویل کېږي چې مراکش له دې نه ډارېږي چې د کډوالو د تزانزیت هیواد ته بدل شي.

 

نورې ليکنې